"طالبانو خپل دوه پخواني ملګري وژلي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د آقچې ولسوال رحمت الله حشر وايي وژل شوي د بلخ د چاربوک ولسوالۍ اوسېدونکي وو او له جګړې له لاس اخيستو وروسته يې په جوزجان کې ژوند کاوه.

د افغانستان په شمالي ولايت جوزجان کې چارواکي وايي وسله والو طالبانو خپل دوه پخواني ملګري په صحرايي ډول محاکمه او بيا وژلي دي.

د آقچې ولسوال وايي دغو دوو کسانو څه موده وړاندې د طالبانو ليکې پرېيښې وې او عادي ژوند ته ستانه شوي وو.

دی وايي د جګړې له پرېښودو وروسته دغه کسان له خپل ولایت بلخ نه جوزجان ته کډه شوي وو.

له کابله عبدالله ستانکزی په خپل رپوټ کې د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو له خولې وايي وسله والو طالبانو، خپل دوه پخواني جنګيالي د دغه ولایت د آقچې په ولسوالۍ کې د يوې صحرايي محاکمې د پرېکړې له مخې وژلي دي.

دغه دوه تنه د آقچې ولسوالۍ د تبی په کلي کې د يوه پله پر سر په ډزو وژل شوي دي.

د آقچې ولسوال رحمت الله حشر وايي وژل شوي د بلخ د چاربوک ولسوالۍ اوسېدونکي وو او له جګړې له لاس اخيستو وروسته يې په جوزجان کې ژوند کاوه.

په خپلواک ډول لا نه ده تاييد شوې چې د دغو کسانو اصلي جرم څه و؟

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د سولې عالي شورا چې دنده يې له جګړې د وسله والو کسانو راګرځول او د سولې له بهير سره د هغوی يو ځای کول ده هم په دې اړه څه و نه ويل، خو مخکې د هغو کسانو د خونديتوب په اړه اندېښنې وې چې د سولې له بهير سره يو ځای شوي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان خلک محاکمه کوي.

په تېر کې هم څو ځله وسلوالو طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د صحرايي محکمو د پرېکړو له مخې ښځې او نارينه سنګسار او په ډزو وژلي دي.

ورته مطالب