د لسو افغانانو مړي کابل ته را وړل شول

Image caption تر دې دمه ۲۵ مړي موندل شوي

د ناقانونه افغانان کډوالو لس مړي له ترکیې نه را وړل شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، له ترکیې د ۱۰ افغانانو مړي نن ( ۸ نوامبر ) کابل ته را ولېږدول شول او ټول لس کسه د هرات ولایت اوسېدونکي وو، چې وايي د افغان حکومت په لګښت یې هرات ته د لېږدیدلو چمتوالی شوی. خو د ځېنو کورنیو د غوښتنې له مخې د هغوی د خپلوانو مړي په کابل کې هغوی ته وسپارل شول. مستغني زیاته کړه، چې پاتې مړي د یو لړ عدلي او اداري چارو له کبله او یا د دوی د خپلوانو په غوښتنه ځنډیدلي دي او په را تلونکو ورځو کې به د هغوی مړي هم هېواد ته ولېږدول شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي و، له ترکيې د افغان پناه غوښتونکو مړي د لېږد لپاره په تدابيرو بوخت دي.

چارواکو ویلي وو ، د دغو کسانو مړو اوس په ترکيه کې د عدلي طب تر څېړنو لاندې دي او له دې وروسته به کابل ته ولېږدول شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ۱۱ پناه غوښتونکي لا هم بې درکه دي

د ۴۲ افغان پناه غوښتونکو بېړۍ په توره بحيره کې ډوبه شوه، چې شپږ کسه ترې وژغورل شول او ۱۳ تنو له ډلې څخه چې بې درکه وو دوه تنه یې پرون په ساحل کې اومندل شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، د استانبول په ساحل کې یې پرون د دوو نورو افغانانو جسدونه هم موندلي دي.

د دغو جسدونو په تر لاسه کېدو سره په دغې پېښه کې د ۲۵ تنو مړینه تایید شوې ده.

د ترکیې د استانبول ښار په ساحل کې د کښتۍ د ډوبیدو له پېښې یواځې شپږ تنه ژوندي وژغورل شول خو د دغې کښتۍ ۱۱ سپرلۍ لاهم بې درکه دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption استراليا يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د قاچاقي پناه غوښتونکو د ورتلو د مخنيوي لپاره په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د خپلو سختو اقداماتو اعلانونه خپروي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج بي بي سي ته ویلي و، افغان دولت له ترکیې غوښتي چې د نورو جسدونو د تر لاسه کولو لپاره خپلو پلټنو ته دوام ورکړي:"له ۱۳ بې درکه شویو د دوو نورو جسدونه یې هم تر لاسه شوي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جسدونو د لیږدولو لپاره چمتووالی نیولی موږ د ترکيې چارواکو لخوا د اداري چارو د بشپړولو په انتظار یو.د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د هدایت له مخې په ترکیې کې افغان سفیر د استانبول له والي او امنیه قومندانه غوښتي چې د نورو جسدونو د موندلو لپاره عملیاتو ته دوام ورکړي.د پېښې په اړه څېړنې دوام لري."

شپږ ژغورل شویو افغانانو ویلي، چې په کښتۍ کې ټول سپاره کسان افغانان وو.

ورته مطالب