" پرون د دوو افغانانو مړي موندل شوي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption تر اوسه 25 جسدونه ترلاسه شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د استانبول په ساحل کې یې پرون د دوو نورو افغانانو جسدونه هم موندلي دي. د دغو جسدونو په تر لاسه کېدو سره په دغې پېښه کې د ۲۵ تنو مړینه تایید شوې ده.

د ترکیې د استانبول ښار په ساحل کې د کښتۍ د ډوبیدو له پېښې یواځې شپږ تنه ژوندي وژغورل شول خو د دغې کښتۍ ۱۱ سپرلۍ لاهم لا درکه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج بي بي سي ته وویل، افغان دولت له ترکیې غوښتي چې د نورو جسدونو د تر لاسه کولو لپاره خپلو پلټنو ته دوام ورکړي:"له ۱۳ بې درکه شویو د دوو نورو جسدونه یې هم تر لاسه شوي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جسدونو د لیږدولو لپاره چمتووالی نیولی موږ د ترکيې چارواکو لخوا د اداري چارو د بشپړولو په انتظار یو.د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د هدایت له مخې په ترکیې کې افغان سفیر د استانبول له والي او امنیه قومندانه غوښتي چې د نورو جسدونو د موندلو لپاره عملیاتو ته دوام ورکړي.د پېښې په اړه څېړنې دوام لري."

شپږ ژغورل شویو افغانانو ویلي، چې په کښتۍ کې ټول سپاره کسان افغانان وو.

دا د هغو لسګونو پېښو يوه ده چې افغان کورنۍ يې له بهره د خپلو دوستانو د جسدونو د لېږد پر مهال له ستونزو سره مخامخې کړې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption استراليا يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د قاچاقي پناه غوښتونکو د ورتلو د مخنيوي لپاره په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د خپلو سختو اقداماتو اعلانونه خپروي

د هغو کسانو کره شمېرې نه شته چې بهرنيو هېوادونو ته د رسېدو په لار کې مړه شوي، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، ډېر ځله حکومت د قربانيانو د جسدونو د لېږد په برخه کې مرسته کړې ده.

خو دا ځل په توره بحيره کې د ۴۲ افغان پناه غوښتونکو د لېږدونکې کښتۍ له ډوبېدو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني د بهرنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي او د جسدونو د لېږد لپاره سملاسي ګامونه پورته کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني بي بي سي ته ويلي و، کابل ته د افغان پناه غوښتونکو د جسدونو د لېږد لپاره په پلان جوړولو بوخت دي او له ولسمشر نه هم غوښتل شوي، چې د دوی د لېږد لګښت برابر کړي:"د بهرنيو چارو وزارت هم اړين تدابير نيولي. په استانبول کې زموږ د قونسلګرۍ همکاران له ترکي چارواکو سره په اړيکه کې دي. وروسته له هغه چې د عدلي طب د څېړنو په ګډون ټول پړاوونه بشپړ شي د افغانستان قونسلګري به په بشپړ ډول چمتو وي، چې جسدونه ولېږدوي".

د انځور حقوق REUTERS
Image caption ۱۳ پناه غوښتونکي لا هم بې درکه دي

ښاغلی مستغني ویلي و، تر اوسه ۲۳ جسدونه ترلاسه شوي او د شپږو ژغورل شويو کسانو روغتيايي وضعيت ښه دی.

ده ویلي و، ۱۳ پناه غوښتونکي لا هم بې درکه دي او په توره بحيره کې يې د موندلو عمليات روان دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي،زیاتره کډوال هڅه کوي چې هغه هېوادونه چې پناه غوښتونکي غواړي ځان ورورسوي، د ورتلونکو کډوالو لپاره سخت شرایط غوره کړي.

استراليا يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د قاچاقي پناه غوښتونکو د ورتلو د مخنيوي لپاره په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د خپلو سختو اقداماتو اعلانونه خپروي.

ورته مطالب