سور صلیب: نا امنۍ مو کار له خنډ سره مخ کړی

Image caption د سره صلیب نړیواله کمیټه په جګړه کې له ښکیلو خواوو غواړي چې د دوی د روغتیايي کارونو مخه دې نه نیسي

د سره صلیب کمیټې د افغانستان په نا امنو ولایتونو کې د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندیښنه ښوولې.

دغه سازمان ویلي که د دوی په وړاندې امنیتي ننګونې دوام وکړي نو تر ټولو ډیر زیان به یې د لرې سیمو اوسیدونکو ته ورسیږي.

دغه راز د سویډن کمیټې عمومي منشي بي بي سي ته ویلي چې د امنیتي ستونزو له امله خلک د دوی روغتیايي مرکزونو ته نه شي ورتللی.

د سره صلیب نړیواله کمیټه په جګړه کې له ښکیلو خواوو غواړي چې د دوی د روغتیايي کارونو مخه دې نه نیسي.

دغه سازمان وايي تازه معلومات ښيي چې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ستونزو له امله په ځینو سیمو کې د دوی روغتیايي کارکوونکي له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د دفتر ویاند رفیع الله ستانکزي بي بي سي ته وویل که وضعیت همداسې دوام وکړي نو تر ټولو زیات زیان به یې ملکي وګړو ته ورسیږي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه هم چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او د امنیتي ستونزو له امله د خپلو روغتیايي کارکوونکو د امنیت په اړه اندیښنه لري.

د سویډن د کمیټې عمومي منشي انناکارین چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلې بي بي سي ته ویلي چې په لغمان او میدان وردګ ولایتونو کې خلک د امنیتي ستونزو له امله د دوی روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي.

نوموړي وايي

"موږ امنیتي ستونزې لرو په ځانګړي ډول په لغمان او میدان وردګ ولایتونو کې چې موږ هلته روغتیايي مرکزونه لرو. که امنیتي وضعیت ته نظر وکړئ نو په دغو دوه ولایتونو کې امنیتي وضعیت ښه نه دی چې زموږ پر فعالیتونو یې منفي اغیز کړی. موږ نه غواړو چې خپل روغتیايي مرکزونه وتړو خو خلک زموږ روغتیايي مرکزونو ته نه راځي، که امنیت تامین نه وي خلک روغتیايي مرکزونو ته نه راځي. زموږ دریځ ډیر روښانه دی په جنیوا کنوانسیون کې ویل شوي چې روغتیايي مرکزونه باید په امان کې وي چې هر څوک وکولی شي ورشي او د خوندیتوب احساس وکړي"

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د افغانستان د څآنګې ویاند ښاغلی ستانکزی وايي په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د روغتیايي کارکوونکو د کار مخه دې نه نیسي.

د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو د امنیت په اړه داسې مهال اندیښنه ښوول کیږي چې د ژمي موسم په رارسیدو د خلکو اړتیا او په تیره په لرې سیمو کې ډیره وي.

ورته مطالب