'ښايي سیاسي بدلونونو سره د رسنیو وضعیت بدل شي '

Image caption پېټر هاروکس او بهروز افاق کابل ته د سفر ترڅ کې دغه څرګندونې کړې

د طالبانو واکمني له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو د بیان ازادۍ په مرسته خورا پرمختګ کړی.

اوس مهال په افغانستان کې ۶۸ تلویزیونونه او له دوو سوو ډېرې راډیوګانې فعالې دي چې سیاسي، ټولنیزې او خبري خپرونې وړاندې کوي.

د افغان خبریالانو شمېر هم نن سبا له زرو تنو اوښتی دی.

له دې سره سره نړیوالې رسنۍ په ځانګړي ډول بي بي سي، چې کلونه کلونه مخینه لري د رسنیو په دغه تاوده بازار کې څه ونډه لرلای شي؟

زموږ همکار هارون نجفی زاده د بي بي سي د نړیوالو خپرونو له مشر پېټر هاروکس او د بي بي سي د اسیا او اوقیانوس برخې له سیمه ییز مشر بهروز افاق سره مرکه کړې او زمزمې نیازۍ پښتو ته ژباړلې ده:

پوښتنه: ښاغلی پېټر هاروکس له تاسو به یې پیل کړو، په افغانستان کې ورځ تر بلې رسنۍ د پرمختګ په حال کې دي. په دې اړه مو نظر څه دی؟

ځواب: رسنیو ډېر پرمختګ کړی، تلویزیونونه او راډیو ګانې ډېر شوي، د رسنیو موضوعات توپیر لري، ډیجیټلي توکي هم ډېر شوي. دغه رسنۍ د بهرنیو مرستندویانو له خوا ملاتړ کېږي، اټکل کېږي له سیاسي بدلونونو سره په افغانستان کې د مرستو کچه راټیټه شي، له دې سره کېدای شي، په افغانستان کې د رسنیو وضیعت بدلون ومومي، فکر کوم دا ګواښ هم شته چې رسنۍ د داسې خلکو تر کنټرول لاندې راشي چې د خپرونو بڼه سیاسي کړي. دا چې بي بي سي بې پرې او ناپیلې او معتبره رسنۍ ده، نو نقش به یې راتلونکې کې مهم وي.

پوښتنه: ښاغلی بهروز لکه څنګه مې چې په پیل کې وویل افغانستان د تېرو کلونو پرتله توپیر کړی بدلونونه ډېر بریښي، اوسمهال خلک دومره د خپلو راډیو ګانو خواته نه کېني، بي بي سي کوم توپیر لرونکی کار کولی شي چې خپل لیدونکي او اورېدونکي په دغه هېواد کې وساتي؟

ځواب: ستاسې خبره سمه ده رښتیا هم د طالبانو د واکمني له ړنګېدو ورسته تر ټولو بریالۍ برخه د حکومت په کارونو کې رسنۍ دي، خو لا هم ۴۰ سلنه یانې شپږ نیم میلیونه خلک اوس هم په افغانستان کې له بي بي سي نه ګټه اخلي، یو ټکی دا شو، بل مهم ټکی دا دی چې اوس هم بي بي سي د اوریدونکو او لیدونکو په وړاندې د باور په لوړ مقام کې ځای لري. یو کار چې موږ کولی شو هغه دا دی چې بي بي سي کولی شي بې پرې او سم خبرونه او دغه راز نړیوال لیدلوري خلکو ته خپاره کړي.

پوښتنه: ښاغلی هاروکس! بهروز د باور په اړه خبرې وکړې چې خلک اوس هم پر بي بي سي ډېر باور لري، دا چې اوسمهال په افغانستان کې بېلا بېلې رسنۍ شته، فکر کوئ چې اوس به هم د خپلو راډیو ګانو خواته ناست وي او یا به بی بي سي تلویزیون وګوري ؟

ځواب: هېڅ وخت کمیت له کیفیت سره برابر نه دی. دا رښتیا دي چې رسنۍ د بېلابېلو خپرونو سره ډېرې شوي، خو دا په دې معانا نه ده چې کیفیت یې هم لوړ دی. په نړۍ کې ډېری خپرونې حساسیت پاروونکې او ښې نه دي، موږ پوهیږو چې په ټوله نړۍ کې خلک پر بي بي سي باور لري، موږ نوې تګلارې جوړي کړې، تلویزیون لرو انلاین خدمتونه لرو او له ټولنیزو رسنیو لکه ټویټر او فېسبوک نه ګټه اخلو، موږ له بل هر وخته له خپلو اوریدونکو سره نږدې شوي یو، اوریدونکي راته زموږ تېروتنې را په ګوته کوي او موږ یې خبرې اورو، په داسې حال کې چې نورې رسنۍ دا کار نه کوي، هغوی د خپلو څښتنانو او حکومت خبرو ته غوږ ږدي، خو بي بي سي د خپل اوریدونکي ګټې ته لومړیتوب ورکوي همدا ده چې بي بي سي تر ټولو رسنیو معتبره ده.

پوښتنه: ایا دا شونې ده چې بي بي سي د افغانستان د رسنیو د پرمختګ لپاره مرسته وکړي؟

ځواب: ولې نه! موږ د رسنیو برخه کې په دغه هېواد کې ډېر شریکان لرو، چې د ښونیزو خپرونو له لارې د دوې د ظرفیت په لوړولو کې مرسته کوو، له ملي راډیو ټلویزیون سره همکار یو خبریالانو ته په لوړ معیا ر زده کړې ورکوو، رسنیو ته دا ورزده کو چې د خپلو مخاطبانو ګټې په نظر کې ونیسي.

پوښتنه: ښاغلی بهروز هغه څه چې د افغانستان خلکو بیا بیا موږ ته ویلي او تمه لري هغه دا چې په پښتو او فارسي تلویزیون کې باید خپرونې ډېرې شي تاسو څه ژمنه ورکوئ خلکو ته ؟

ځواب: کومه ځانګړې ژمنه نه شم ورکولی دا چې اوه یا اته میاشتې کېږي پښتو تلویزیون خپرونې پیل کړي دا یو نوی کار دی،پښتو او دري برخو کې مو راډیویي خپرونې ډېرې شوې او هیله مند یم چې نورې هم ډېرې شي. ډېری خبرونه یې ځوان نسل ته ځانګړي کړو د پخوا پرتله په فارسي بي بي سي کې ډیرې داسې خپرونې لرو، چې د افغانستان په هکله دي. ښه مستندونه په پام کې لرو چې له افغانستان څخه او دافغانستان لپاره وي او د افغانستان د اوسېدونکو د ښو توليدوونکو مستندونه په فارسي ټلویزیون کې خپاره کړو ،دا ټول دکیفیت له پلوه یو بدلون او تریوه حده کمي بدلون هم دی.

له ښاغلیو پېټر هارکس او بهروز افاق نه مننه