افغانستان: د کارکونکو امنیت ته د سره صلیب اندېښنې

د انځور حقوق red cross
Image caption د سره صلیب کمیټې د افغانستان په نا امنو ولایتونو کې دخپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنه ښوولې.

د سره صلیب کمېټې د افغانستان په نا امنو ولایتونو کې دخپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنه ښوولې.

دغه سازمان ویلي که د دوی په وړاندې امنیتي ننګونې دوام وکړي تر ټولو ډېر زیان به یې د لرې سیمو اوسېدونکو ته ورسیږي.

دغه راز د سویډن کمېټې عمومي منشي بي بي سي ته ویلي چې د امنیتي ستونزو له کبله خلک د دوی روغتیايي مرکزونو ته نه شي ورتلای.

د سره صلیب نړیواله کمېټه په جګړه کې له ښکېلو لوریو غواړي چې د دوی د روغتیايي کارونو مخه دې نه نیسي.

له کابله د بي بي سی خبریال سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې کاږي، چې د سره صلیب نړیواله کمیټه ( آی سي آر سي وايي ) د افغانستان په نا امنو سیمو کې د دوی پر روغتیايي کارکوونکو د ګواښونو او بریدونو له امله اندېښنه لري.

دغه سازمان وايي تازه معلومات ښيي چې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ستونزو له کبله په ځینو سیمو کې د دوی روغتیايي کارکوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د دفتر ویاند رفیع الله ستانکزي بي بي سي ته وویل که وضعیت همداسې دوام وکړي تر ټولو ډېر زیان به یې ملکي وګړو ته ورسیږي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه هم چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي د امنیتي ستونزو له امله د خپلو روغتیايي کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنه لري.

د سویډن د کمېټې مشره انناکارین چې په دا وروستیو کې افغانستان ته راغلې بي بي سي ته ویلي چې په لغمان او میدان وردګ ولایتونو کې خلکو د امنیتي ستونزو له امله د دوی روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي.

'موږ امنیتي ستونزې لرو په ځانګړي ډول په لغمان او میدان وردګ ولایتونو کې چې موږ هلته روغتیايي مرکزونه لرو. که امنیتي وضعیت ته نظر وکړئ نو په دغو دوه ولایتونو کې امنیتي وضعیت ښه نه دی چې زموږ پر فعالیتونو یې منفي اغېز کړی. موږ نه غواړو چې خپل روغتیايي مرکزونه وتړو خو خلک زموږ روغتیايي مرکزونو ته نه راځي، که امنیت تامین نه وي خلک روغتیايي مرکزونو ته نه راځي. زموږ دریځ ډېر روښانه دی په جنیوا کنوانسیون کې ویل شوي، چې روغتیايي مرکزونه باید په امان کې وي چې هر څوک وکولی شي ورشي او د خوندیتوب احساس وکړي.'

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د افغانستان د څانګې ویاند ښاغلی ستانکزی وايي په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د روغتیايي کارکوونکو د کار مخه دې نه نیسي. د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو د امنیت په اړه داسې مهال اندېښنه ښوول کېږي چې د ژمي موسم په رارسېدو د خلکو اړتیا او په تېره په لرې سیمو کې ډېره وي.