کابل: د شپې عملياتو ته بيا اجازه نه ده ورکړل شوې

Image caption افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شپې له خوا د پوځي عملیاتو د بندېدو غوښتنې وروسته له هغه ډېرې شوې چې دغو عملیاتو کې ملکي خلکو ته مرګ وژبله واوښته.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې افغان او نړیوالو ځواکونو ته د شپې له خوا د عملیاتو کولو اجازه ورکړل شوې یا ورکول کېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي په دې هکله خپاره شوي رپوټونه بې بنسټه او ناسم دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي هېڅ ډول پوځي عملیاتو ته چې د شپې له خوا دې ترسره شي اجازه نه ده ورکړل شوې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امنیت شورا ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو د څرنګوالي په اړه دې داسې یوه کړنلاره جوړه کړي چې د افغانستان ټول قوانین، اسلامي او افغاني ارزښتونه او د افغانانو دودونه په کې په بشپړ ډول په پام کې نیول شوې وي.

کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په وينا په پام کې ده چې ولسمشر احمدزی دغه کړنلاره وګوري او وروسته له هغه چې ډاډ ترلاسه شو چې له مخې یې په عملیاتو کې افغانانو او افغان امنیتي ځواکونو ته کوم خطر نشته نو کېدای شي چې عملي شي.

ویل کېږي چې دغه کړنلاره تر کار لاندې ده او تراوسه بشپړه شوې نه ده.

د شپې عملیات

د شپې له خوا پوځي عملیات د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم یوه ناندریزه موضوع وه.

که څه هم د امریکا د دفاع وزارت د شپې له خوا عملیات اغیزمن بلل ښاغلي کرزي څو څو ځله له امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو غوښتي وو چې د شپې له خوا عملیات بند کړي.

د افغانستان په ولایتونو کې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شپې له خوا د پوځي عملیاتو د بندېدو غوښتنې او پرې نیوکې وروسته له هغه ډېرې شوې چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي خلکو ته مرګ وژبله واوښته.

هغه مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي وو چې تر هغه به د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون هم لاسلیک نه کړي چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شپې عملیات درول شوي نه وي.

ورته مطالب