کندهار کې چاودنې ۶ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د انځور حقوق a

د افغانستان په سویل کندهار ولایت کې چاودنې شپږو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.

چاودنه نن تر غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د دې ولسوالۍ د چوک په سيمه کې په لاسي ګاډۍ کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله وشوه.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، په پيښه کې د دریو ماشومانو په ګډون پنځه ولسي وګړي ټپيان شوي او يو وژل شوی دی.

د پېښې مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخیستی. همدارنګه د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د عالمانو د شورا غړی او د نوموړی ولایت د ولایتي شورا پخوانی غړی شیخ عزیزالله نجفي د وسله والو کسانو په برید کی نن (د نوامبر ۱۳مه) له غرمې وروسته سخت ټپي شوی دی. ډاکټرانو د نوموړي روغتیايي حالت ډېر نازک بللی دی.

د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وایي، پر نوموړي نن له غرمې وروسته د هرات په دویمه ناحیه کې د دوو تنو لخوا چې پر موټرسایکل سپاره وو، د توپانچې ډزې وشوې. په برید کې د شیخ نجفي یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

تراوسه د دغه برید مسئولیت چا نه دی منلی او پولیس وایي،چې په اړه یې پلټنه کوي.

بل خوا د افغانستان په شمال ختيځ کندوز ولايت کې چارواکي وايي، د القاعدې شبکې يو مهم غړی چې غوښتل يې له دغه ولایت نه ووځي، نيولی دی.

چارواکي ادعا کوي دغه کس چې بهرنی دی په چادرۍ او د ښځو په جامه کې نيول شوی دی.

پر همدې مهال کندوز کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ۲۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۰ نور ژوندي نيول شوي دي.

رپوټونه وايي، دغه کسان د شپنيو عملياتو پر مهال وژل شوي او نيول شوي دي.

ورته مطالب