په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ولسمشر اسلام اباد له سفره سوداګر څومره خوښ دي؟

پاکستان ته د افغان ولسمشر، اشرف غني، سفر پر مهال په اقتصادي-سوداګريزه برخه کې ډېرې هوکړې شوې دي.

دواړو لورو پرېکړه کړې چې بهر ته د افغاني توکو صادرولو لارې به اسانوي او گمرکونو کې به د افغان توکو ساتلو لپاره ځانگړي ځايونه جوړوي.

دا چې افغان سوداگر له دغه سفره څومره خوښ دي او څومره يې بريالى بولي عنايت الحق ياسيني په عربي اماراتو کې د افغان سوداگرو د ټولنې مشر او پاکستان ته ولسمشر اشرف غني سره د سوداگرو د پلاوي غړی حاجي عبيدالله صدرخيل پوښتلی دی.