بلخ : د عطامحمد نور پلويانو ولايتي شورا مشري له لاسه ورکړه

د انځور حقوق Afghan IDLG

د افغانستان په شمال د بلخ په ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ولايتي شورا د مشر، مرستيال اومنشي په ټاکنو کې د سرپرست والي عطا محمد نور پلويانو ماتې خوړلې ده.

د بلخ د ولايتي شورا پخوانى مشرچې د ښاغلي نور له پلويانو څخه و په دې کې پاتې راغى چې د ولايتي شورا د ريس لپاره اړينې رايې ترلاسه کړي.

د بلخ ولايتي شورا ١٩غړي لري چې پخوا يې ډېر يا د جمعيت غړي و او ياهم د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور پلويان.

خو په پرونيو ټاکنو کې افضل حديد چې ښاغلى نور يې ملاتړى دى د يوې رايې په توپير سره خپل سيال ته ټاکنې وبايللې.

ابراهيم خيرانديش د ده پرځاى د ولايتي شورا مشر شو چې وايي پخوا دومره پېژندل شوې څيره هم نه وه.

د رپوټونو له مخې د جنرال عبدالرشيد دوستم د ملي اسلامي غورځنگ ، د سيد حسين انوري د حرکت اسلامي او د اسلامي گوند له لوري د ښاغلي خيرانديش ملاتړ وشو چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنگ ولاړ و.

همدارنگه رپوټونه وايي چې د څلورو ميرمنو په گډون دا ځلې د بلخ د ولايتي شورا ډېرى غړي لوستي او مسلکي کسان دي.

شنونکي باور ښيي چې دغه پرمختگ په دې مانا ده چې بلخ کې نور سياسي خوځښتونه پياوړي کېږي او له دې وروسته ښاغلى نور هغه څوک نه دى چې د پخوا په شان دغلته لومړۍ او وروستۍ خبره وکړي.

ورته مطالب