کابل کې ځانمرګي برید ۲ کسان وژلي او ۴ نور ټپیان دي

د انځور حقوق MustafaPaaksimaa
Image caption په ټولیزو رسنیو کې د دغې پېښې انځورونه خپاره شوي دي

د بهرنیو ځواکونو پر یوه پوځي مرکز برید کې ۲ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن ګهیځ ( نوامبر ۱۸) د افغانستان پلازمېنې کابل ښار ختیځه برخه کې رامنځته شوه او د بهرنیو ځواکونو پوځي مرکز دوه افغان ساتونکي پکې وژل شوي دي. د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند کنشکا ترکستاني وايي، په دغه پېښه کې ۳ ولسي وګړي برسیرن ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وايي، د دغې پوځي مرکز ۲ افغان ساتونکي وژل شوي او په دغه مرکز کې یو بهرنی کس ټپي شوی. نوموړی وايي، چاودنه خورا درنه وه، چې د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې یې غږ اورېدل شوی.

نوموړی وايي، ځانمرګي برید ګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر د کابل جلال باد لویې لارې اوږدو کې د بهرنیو ځواکونو د اډې دروازې سره وچاوه.

وسله والو طالبانو د دغه بریده پړه په غاړه اخیستې او وايي، د بهرنیو پوځیانو یو استخباراتي مرکز یې په نښه کړی دی.

دوه ورځې مخکې هم په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي وو او ۳۲ نور یې ټپیان کړي وو.

دغه برید د کابل په لویدیځه برخه کې د افغانستان ملي شورا ودانۍ ته نژدې تر سره شوی و.

د دغه برید موخه د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ موټر و، چې د نوموړې او موټر چلوونکی يې د ټپیانو په ډله کې شامل دی.

د افغانستان ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ په دغه برید کې چې مخامخ پرې شوی و ټپي شوې وه.

ورته مطالب