سرتاج عزيز: افغان طالبان د پاکستان ضد نه دي

د پاکستان يوه جيگپوړي چارواکي ويلي دي چې دوى په دې د افغان طالبانو په وړاندې نه درېږي چې هغوى د پاکستان پرضد نه دي.

د ملي امنيت او بهرنيو چارو لپاره د پاکستان د لومړي وزيرسلاکار سرتاج عزيز وويل دوى يوازې د هغو طالبانو په وړاندې جنگېږي چې د پاکستان مخالف دي.

افغان مشران تل اسلام اباد د افغان طالبانو او حقانې شبکې پر ملاتړ تورنوي.

عنايت الحق ياسني د بي بي سي له اردو برخې سره د ښاغلي عزيز د مرکې پربنسټ دغه رپوټ برابر کړى

ښاغلي عزيز دا خبرې پرداسې مهال کړې دي چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د سفر پرمهال د امنيت په گډون پر بېلو بېلو مسالو له پاکستاني مشرانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي عزيز وويل پاکستان ولي د هغو په وړاندې ودرېږي چې هغوى يې مخالفت نه کوي.

" افغان طالبان په افغانستان پورې اړه لري. موږ به هڅه وکړوچې خبرو ته يې تيارکړو. موږپه نويمو کلونو کې د هغوى ملاتړ کاوه ، خو اوس ترې ملاتړ نه کوو. موږ د هغو طالبانو پرضد جنگېږوچې زموږ خلاف دي."

ښاغلي عزيز داهم ومنله چې حقانې شبکې پخوا د پاکستان له خاورې فعاليت کاوه ، خو وايي اوس داسې نه ده.

" دا سمه ده چې حقانې شبکې له دې ځايه فعاليت کاوه. اصله خبره په دې کې ده چې کله امريکايانو په ٢٠٠١ کې پر افغانستان بريد وکړ نو په افغانستان کې ميشت وسله وال پاکستان ته وشړل شول. له هغوى څخه ځينې يې موږ ته گواښ و خو نوريې نه و. نو موږ ولي ټول د ځان دښمن کړو. ضروري نه ده هغه کسان چې دامريکا دښمنان دي چې موږ دې هم ورسره دښمني وکړو. موږ به د خپلو دښمنانو پرضد گام اوچتوو."

د خاورې نه کارول

ښاغلي عزيز داهم وويل چې پاکستان به هيچا ته اجازه ورنکړي چې خاوره يې د بل پرضد وکارول شي. ده په غيرمستقيم ډول داهم تاييد کړه چې چين به افغان سولې کې رول لوبوي او پاکستان به له دې چارې سره مرسته کوي.

خو آيا دا په دې مانا نه ده چې امريکا به په دې بهير کې له پام غورځول کېږي؟

هغه دې ته په ځواب کې وويل:

" خبره په دې کې نه ده چې امريکا به له پامه غورځول کېږي.امريکا د خبرو د پيلولو لپاره ډېره هڅه وکړه ، قطرکې يې په دې لړ کې څه پرمختگ هم وکړ خو وروسته خبرې په ټپه ودرېدلې.

اوس چې امريکا له افغانستان څخه وځي نو نه غواړي چې د عراق په څير په افغانستان کې هم جگړې پيل شي. هرڅوک چې د سولې په برخه کې وړاندې کېږي نو امريکا به يې هرکلى کوي"

ښاغلي عزيز يوځلې بيا ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په افغانستان کې دى او ويې ويل چې دا خبره يې له افغان ولسمشر سره هم شريکه کړې ده.

هغه وويل دواړو لورو پرېکړه وکړه چې ترهگرو ته به د يوبل پرضد په خپلو خاورو کې ځاى نه ورکوي.

ورته مطالب