کابل کې د ودانیزو توکو درې ورځنی نندارتون

Image caption په دغه نندارتون کې یو پنځوس شرکتون ګډون درلود

افغانستان کې د ودانیو په جوړولو کې کارېدونکي توکي په پلازمېنه کابل کې د دریو ورځو لپاره نندارې ته ايښودل شوي. دغه نندارتون د ترکيې بکو شرکت له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په مرسته د درې ورځو لپاره پرانیستل شوی.

افغان پانګوال وايي، د دټاکنو داوږد ځنډ نه وروسته د ملي یوالي د حکومت په رامنځ ته کېدو او د متحدوایالاتو سره امنیتي تړون، په افغانستان کې د پانګونې لپاره هیلې ډېرې کړې.

په کابل کې د ودانیزو توکو یو نندارتون د دغو هیلو یوه بیلګه ده.

په دغه نندارتون کې چې یو پنځوس شرکتون ګډون درلود چې په دغه ډله کې نهه دایران، پنځه د ترکې او دوه دسعودې عربستان وو .

د افغانستان دسوداګرۍ د وزارت مرستیال مزمل شینوار ي که څه هم نا امنۍ یې د پانګونې پر وړاندې خنډ یاد کړ خو وې ویل، مخه ېې نه شي ډب کولی.

په افغانستان کې د ودانیزو چارو د درې ملیارده ډالر و بازار تر ډیره په بهرنیو توکو ولاړ دی.

سوداګر وايي، د نوي حکومت جوړیدو او د امریکا سره امنیتي تړون په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې هیلې ډیرې کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونې یو چارواکی نصرت الله عتیق د سوداګرۍ د غوړیدا او د لا ډیرې پانګونې په اړه یې هېله مندي څرګنده کړې.

Image caption په دغه نندارتون کې یو شمېر شرکتونو چې ۹ دایران، ۵ د ترکې او ۲ د سعودې عربستان وو ګډون درلود

په تېرو دیارلسو کلونو کې بېلا بېلو ودانیزو شرکتونو د افغانستان په لویو ښارونو په ځانګړي ډول کابل کې ګڼ پوړیزې ودانۍ ابادې کړې او د ښار بڼه ېې واړوله، خو د کاریدلو توکو له اړخه پر ابادو شو ودانیو نیوکې ډېرې کېږي.

خلک اوس له نوي دولت نه د ودانیزو توکو د کیفیت یا څرنګوالي په اړه د ډېرې څارنې غوښتنه لري.

څکه د تېر وخت یو شمېر ودانۍ د ناکاره ودانیزو توکو د کارونې له امله د نړیدو د ګواښ سر ه مخامخ دي.

ورته مطالب