جرمني له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي

Image caption جرمني به په پوځي او ملکي دواړو برخو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي

جرمني له افغانستان سره د ۲۵۰ ميليونه يورو په ارزښت د وړيا مرستې هوکړه لاسليک کړه.

افغان چارواکي وايي، جرمني به دغه پيسې د افغانستان د لومړيتوبونو پر بنسټ په بيا رغونې او پرمختيايي پروژو ولګوي.

دا د هغو ۴۳۰ ميليونه يورو مرستې يوه برخه ده چې جرمني يې هر کال له افغانستان سره کوي.

عبدالله ستانکزی په دې اړه خپل رپوټ کې داسې لیکي: د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پرمختيا وزير ګرد مولر افغانستان ته په خپل لومړي سفر کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجراييوي مشر سره کتلي دي.

عمر زاخيلوال وايي، دغه پيسې به پر هغو پروژو ولګېږي چې د افغانستان د حکومت په لومړيتوبونو کې دي: "تاسو زما او د ډاکټر مولر ترمنځ د يوې موافقتنامې شاهدان ياست. د دغې موافقې له مخې به ۲۵۰ ميليونه يورو د افغانستان حکومت د لومړيتوبونو پر اساس په بېلابېلو پروژو ولګېږي. جرمني هر کال افغانستان ته شاوخوا ۴۳۰ ميليونه يورو چې ۵۶۰ ميليونه ډالر کېږي وړيا مرستې ورکوي. د دغو مرستو ۲۵۰ ميليونه يورو يې د اقتصادي همکارۍ وزارت له لوري او ۱۸۰ ميليونه نور يې د بهرنيو چارو وزارت له خوا لګول کېږي".

د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پرمختيا وزير وويل، هېواد يې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانانو سره همدا ډول خپلو ژمنو ته ادامه ورکوي.

ده وويل، جرمني به په پوځي او ملکي دواړو برخو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

جرمني له افغانستان سره دريم ستر مرسته کوونکی هېواد دی چې له ۲۰۰۱ کال راوروسته يې له افغانستان سره له څلور ميليارده يورو د ډېرې مرستې ژمنه کړې، چې درې ميليارده يې ورکړي دي.

دغه هېواد د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د کرنيزو، اوبو رسولو، برېښنا او پوهنې پروژو په برخو کې مرستې کړې دي.

ورته مطالب