''افغانستان مه هېروئ'' له نړیوالو د ''اکبر'' غوښتنه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اکبر په خپل يوه تازه راپور کې ويلي په تېرو ۱۳ کلونو کې ډېر پام پوځي برخې ته و

افغانستان مه هېروئ، هغه نړیوال کمپاين دی چې د افغانانو لپاره د بشري او پرمختيايي مرستو د همغږۍ ادارې (اکبر) د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د افغانستان لپاره د مرستو جلبولو پيل کړی دی.

له ۲۰۰۱ کال راوروسته په افغانستان کې د نړۍ ډېر تمرکز په پوځي برخه و او ډېر لږ د خلکو ژوند ته پام شوی دی.

اکبر هڅه کوي په رسنيو کې د ګردي ميزونو، غونډو، د عکسونو نندارتونونو، ويناو له لارې د نړۍ د مهمو سياستوالو او مشرانو پام افغانستان ته واړوي.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې ليکي، دغه کمپاين چې هدف يې افغانستان ته د نړیوالو پام ور اړول دي د نومبر پر ۱۴مه پيل شوی او د دې مياشتې تر پایه به دوام وکړي.

اکبر په خپل يوه تازه راپور کې ويلي په تېرو ۱۳ کلونو کې ډېر پام پوځي برخې ته و او د عامو افغانانو ژوند ته په کې ډېر لږ پام شوی و.

د دغې ادارې مرستياله مارين دورند وايي د کمپاين موخه دا ده، نړيوالو ته ور په زړه کړي، چې افغانستان له ياده و نه باسي:

دا وايي: ''زموږ د کمپاين يوازنی هدف دا دی چې نړیوالو پاليسي جوړوونکو ته دا ور په ياد کړو چې افغانستان له ياده و نه باسي. اکبر او نورې موسسې په ګډه هڅه کوي چې نړیوالو ته د افغانستان او د دغه هېواد د وګړو انځور وړاندې کړي او د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستې راجلب کړي''.

د کمپاين د ځانګړو پروګرامونو په لړ کې دغه اداره په افغانستان کې د خلکو ژوند په اړه يو مستند فلم هم د نړۍ هغو شلو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې کوي چې دغه کمپاين په کې روان دی.

فلم کې د افغانانو د ژوند هغه بېلا بېل اړخونه انځور شوي، چې په افغانستان خلک ورسره مخامخ دي.

په وروستيو کې د افغانستان پر بيارغونې د څار امريکايي ادارې سيګار وويل له افغانستان سره شاوخوا ۱۰۴ ميليارد ډالره مرسته شوې چې ډېره برخه يې په پوځي برخو کې لګېدلې ده.

دغې ادارې ويلي د مرسته شويو ميلياردونه ډالرو حساب لا هم ګونګ دی او ډېرې پيسې د فساد له امله ورکې شوې دي.

ورته مطالب