بادغيس کې وسلوالو دوه ښوونکي خوشي کړي

Image caption چارواکي وايي د ښوونکو يرغمل کوونکو تر اوسه له ولايتي ادارې د دغو کسانو د خوشي کېدو په بدل کې هېڅ غوښتنه نه ده کړې

په بادغيس ولايت کې چارواکي وايي وسلوالو د هغو شپږو ښوونکو له ډلې چې وړمه ورځ يې تښتولي وو، دوه تنه يې د مخورو په منځګړتوب خوشي کړي دي.

د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال وايي دغه ښوونکي نن لس بجې خوشي شوي او پاتې څلور کسه به يې هم تر نن ماښام پورې خوشي شي.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې کاږي، ولايتي چارواکي وايي دغه کسان د بادغيس په قاديس ولسوالۍ کې وړمه ورځ ناوخته يرغمل شوي او ځايي مخور يې د خوشي کېدو منځګړتوب کوي.

د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال بي بي سي ته وويل له پلټنو سره سره سره د ښوونکو د يرغمل کېدو لامل لا نه دی معلوم.

تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې د دغو ښوونکو د يرغمل کولو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

ولايتي چارواکي وايي دغه ښوونکي هغه مهال يرغمل شول، چې د (نومبر ۱۸مه) مازيګر مهال زده کوونکو ته له درس ورکولو وروسته د خپلو کورونو پر لوري روان وو.

دوی وايي د ښوونکو يرغمل کوونکو تر اوسه له ولايتي ادارې د دغو کسانو د خوشي کېدو په بدل کې هېڅ غوښتنه نه ده کړې.

د والي وياند وايي يرغمل شوي ټول نارينه ښوونکي دي.

ميرويس ميرزکوال وايي د سيمې د مخورو او د سولې د عالي شورا له غړو يې يو پلاوی ټاکلی چې منځګړتوب وکړي.

ښاغل ميرزکوال وايي که څه هم تر اوسه منځګړو له يرغمل شويو کسانو نه سره پخپله نه دي کتلي، خو ډاډ يې ورکړی چې دغه کسان ژوندي دي او ژر تر ژره به خوشي شي.

که څه هم ولايتي چارواکي وايي ښايي دغه کسان نن پنجشنبه او يا هم سبا خوشي شي، خو د يرغمل کوونکو له لوري د اوس لپاره د دغو کسانو د خوشي کېدو شين څراغ نه دی ورکړای شوی.

دغه ښوونکي پر داسې مهال يرغمل شوي چې کابو يوه اوونۍ وړاندې د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې وسلوالو طالبانو ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښ وکړ چې ښوونځيو ته ولاړ نه شي.

دوی د دې ګواښ په بدل کې له حکومت نه د خپلو څو ملګرو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

که څه هم اوس دغه ښوونځي بېرته پرانستل شوي، خو لا معلومه نه ده چې حکومت يې غوښتنې منلې دي که څنګه.

ورته مطالب