کابل کې ۴ ځانمرګو د بهرنيانو په استوګنځي بريد کړی

د انځور حقوق AP
Image caption دا په تېرو دوو ورځو کې دويم بريد دی چې په کابل کې د بهرنيانو په استوګنځيو کېږي

وسلوالو کسانو د افغانستان د پلازمېنې په ختيځو څنډو کې د بهرنيانو د اوسېدو په يوه سيمه چې ګرين وېلېج نومېږي ډله ييز بريد کړی دی.

د کورنيو چارو وزارت وايي څلورو بريدګرو پر دغه سيمه بريد کړی، چې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستيال ايوب سالنګي وايي بريدګر پر ګرين ويليج له بريد وروسته له افغان امنيتي ځواکونو سره ونښتل.

د دغې سيمې امنيت د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري په ګډه نيول شوی دی.

ناټو ويلي د دغه بريد په اړه خبر دی، خو ډېر جزييات يې نه دي ډاګيزه کړي.

بريد تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې وشو او د افغان امنیتي چارواکو په وینا په دغه برید کې دوه بهرنیان او یو افغان ټپیان شوي دي.

په کابل کې د بي بي سي خبريال وايي له بريد وروسته د ښار په يو شمېر سيمو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي و او په ښار کې شاوخوا يو ساعت ډزې کېدې.

د ګرين ويليج په سيمه تېر کال اکتوبر مياشت کې بريد شوی و چې له امله يې دوه ملکيان وژل شوي وو او په ۲۰۱۲ کال کې هم په يوه ورته بريد کې اووه ساتونکي او ملکيان وژل شوي وو.

دا په تېرو دوو ورځو کې دويم بريد دی چې په کابل کې د بهرنيانو په استوګنځيو کېږي.

د دوشنبې پر ورځ طالبانو د هارت په نوم يوه شرکت چې امنيتي خدمات برابروي بريد وکړ.

په دغه بريد کې د شرکت دوه افغان ساتونکي ووژل شول.

په وروستيو مياشتو کې په پلازمېنه کابل کې د وسلوالو بريدونو زور اخيستی دی.

ورته مطالب