''افغانستان ته واردېدونکي نيمايي درمل بې کيفيته دي''

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption افغانستان هغه هېواد دی چې په کال کې د شاوخوا ۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت درمل واردوي، په داسې حال کې چې یوازې ۱۲ د درملو جوړولو خپل شرکتونه لري

د افغانستان یوې حکومتي ادارې په خپل یوه نوي راپور کې ویلي دغه هېواد ته تر نیمايي ډېر وارداتي درمل، بې کیفیته دي.

د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د افغانستان د روغتیا وزارت د وارداتي درملو د څار او کنترول وړتیا نه لري.

خو د افغانستان د روغتیا وزارت د دغه راپور له ټولو برخو سره موافق نه دی او وايي نهه سلنه وارداتي درمل بې کیفیته دي.

خوشحال تايب په خپل راپور کې کاږي، کابل هغه ښار دی چې هره ورځ سلګونه ناروغان د درملنې په موخه ډاکټرانو ته ورځي، خو زیاتره یې خوښ نه دي او ګاونډیو هېوادونو ته مخ کوي.

خلک د بې کيفيته درملو له امله د درملنې لپاره بهرنيو هېوادو ته مخه کوي، خو دا یوازې د ناروغانو او درمل پلورونکو شکایت نه دی، بلکې له اداري فساد سره د مبارزې ګډ ارزونکی او څارونکی بنسټ هغه اداره ده چې په افغانستان کې یې د ټیټ کیفیت لرونکو درملو په اړه څېړنه کړې ده.

دغه بنسټ وايي د درملو لږترلږه ۴۵۰ جوړولو بهرني شرکتونه د روغتیا له وزارت سره ثبت شوي دي. او اټکل کوي چې ۲۵۰ شرکتونه یې په انحصاري ډول افغانستان ته درمل تولیدوي.

د دغه بنسټ موندنې ښيي چې زیاتره دغه شرکتونه په پاکستان کې دي چې په هغه هېواد کې دننه د خپلو تولید شویو درملو د پلور اجازه نه لري.

د دغې کمیټې غړی محمد یاسین عثماني وايي هېواد ته د بې کیفیته درملو راوړل د خلکو پر روغتیا ناوړه اغېزې لري.

دی وايي: ''د افغانانو روغتیا د بې کیفیته او له وخته تېرو درملو د وارېدو له کبله له ګواښ سره مخامخ ده. په خواشینۍ سره د دغې چارې د مخنیوي لپاره کومه تګلاره نه ده طرحه شوې. د درملو قاچاق په پراخ ډول روان دی. په بازار کې تر پنځوس سلنې ډېر درمل قاچاقي، بې کیفیته او نېټه یې تېره ده چې بیا هم په درملتونونو کې پلورل کيږي''.

خو د افغانستان د روغتیا وزارت د دغه راپور له ټولو برخو سره موافق نه دی او وايي يوازې نهه سلنه وارداتي درمل بې کیفیته دي، چې د کارولو نېټه یې تېره وي او دوی دغه راز درمل راټولوي او سوځوي یې.

په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې درمل پلرونکي هم دا مني چې خلکو ته بې کیفیته درمل ورکول کیږي.

افغانستان هغه هېواد دی چې په کال کې د شاوخوا اتیا میلیونو ډالرو په ارزښت درمل واردوي، په داسې حال کې چې یوازې ۱۲ د درملو جوړولو خپل شرکتونه لري.

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي دغه شرکتونه شاوخوا ۱۰۰ ډوله درمل تولیدوي، چې د اړتیا وړ تر یو سلنې هم کم دي.

ورته مطالب