حامد کرزى : خپلې خاورې کې نيابتي جگړې ته اجازه نه ورکوو

د انځور حقوق AFP

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي افغانستان به دا اجازه ورنکړي چې د هند او پاکستان ترمنځ د نيابتي جگړې په ډگر بدل شي. ښاغلي کرزي چې دا څرگندونې د هند په پلازمېنې ډيلي کې کولې د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پرويز مشرف هغه وينا په ټينگه رد کړه چې ويلي وهند او پاکستان ښايي هڅه وکړي چې د افغانستان په توکميزو ډلو کې ځانته متحدين ولټوي.

يما بارز په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي

حامد کرزي وويل افغانستان به هېڅ کله په خپله خاوره کې د هند او پاکستان ترمنځ نيابتي جگړې ته اجازه ورنکړي.

نوموړي چې دا څرگندونې د هند په پلازمېنه ډيلي کې يوې څېړنيزې ادارې ته کولې وويل "هند به هم په خپل وار پرېنږدي چې دغه راز يوه سناريو رامنځته شي."

د ښاغلي کرزي دا څرگندونې د پاکستان د پخواني ولسمشر وروستۍ وينا ته په غبرگون کې وې، چې د روانې اوونۍ په لومړيو کې يې د فرانسې خبري آژانس سره په يوه مرکه کې ويلي و که هند په افغانستان کې د خپل نفوذ پراخولو لپاره نيابتي ډلې وکاروي، نو پاکستان به هم د پښتنو ملاتړ وکړي. ښاغلي مشرف زياته کړې وه چې دغه راز يوۀ حالت کې به بيا پښتانه د پاکستان توکميز عناصر وي.

خو ښاغلي کرزي چې تل يې پر پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو تور پورې کړى وويل افغانستان ٥٠٠٠ کلن تاريخ لري او دغه راز څرگندونې خواشينوونکې اود افغانستان د خلکو په وړاندې سپکاوى دى.

د جنرال پرويز مشرف له څرگندونو وړاندې د پاکستان يوۀ بل سياستوال، د جميعت علماى اسلام د گوند مشر مولانا فضل الرحمان هم ويلي و چې گوند يې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون په خلاف دى او په دغه هېواد کې د دۀ په وينا د روانو دفاعي فعاليتونو ملاتړ کوي.

د مولانا فضل الرحمان دا وينا په افغانستان کې له سخت غبرگون سره مخ شوه اوآن د ولسي جرگې استازو له افغان حکومته وغوښتل چې دغو څرگندونو ته ځواب ورکړي.

ورته مطالب