خلک ولې د درغليو یا ټګيو قرباني کېږي؟

Image caption د کابل یوه اوسېدونکي رامین غیاثي وویل څه موده وړاندې یوه ټګ پر ده د اصلي ایفون پر ځای یو کم ارزښته چینايي ایفون وپلوره.

هغه کړنې چې خلک په کې په قصدي او ناقانونه ډول له نورو ګټه پورته کوي ټګي یا درغلي بللی شو.

روانه اوونۍ د نړۍ په کچه د درغلیو او ټګیو په تړاو د پوهاوي لوړولو په توګه لمانځل کېږي.

د درغلیو د پوهاوي نړیواله ټولنه د اتصالات، اورېکل، اکسفام جي بي، نړیوالو پوهنتونو، بانکونو او نورو ادارو په ګډون شاوخوا ۱۰۰۰ ملاتړي لري.

دغه ټولنه د درغلیو په اړه د خلکو د پوهاوي د لوړولو لپاره هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سیمینارونه او روزنیز ورکشاپونه جوړوي.

د دغې ټولنې شمېرې ښيي چې د درغلۍ یوه قضیه یوه شرکت ته تر ۱۴۵ زره امریکایي ډالرو تاوان رسولی شي.

په هره اندازه چې درغلي دوام مومي، قرباني شوي شرکت ته به یې تاوان په هماغه اندازه ډېر وي.

داسې اټکل کېږي چې د درغلیو قضیې په لومړیو ۷ میاشتو کې یوه شرکت ته ۵۰ زره امریکايي ډالر تاوان رسوي او که درغلي و نه موندل شي او ادامه پیدا کړي نو ښايي تر ۵ کلونو پورې یې تاوان یو میلیون امریکايي ډالرو ته ورسېږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د درغلیو پر وړاندې د پوهاوي د لوړولو ټولنې شمېرې ښيي چې د درغلۍ یوه قضیه یوه شرکت ته تر ۱۴۵ زره امریکایي ډالرو تاوان رسولی شي.

درغلي او ټګي په بېلا بېلو ډولونو تر سره کېږي چې مهمې په کې د شخصي مالوماتو غلا کېدل، انلاین یا انټرنیټي غلا، بانکي یا د بانک د کارت له لارې غلا او درغلۍ او سوداګریزې درغلۍ شاملې دي.

د نړۍ په کچه ډېرې سترې درغلۍ تر سره شوې د بېلګې په ډول په ۲۰۰۸ کال کې انټرنیټي غلو د اپل شرکت له نومه په ناوړه ګټې اخیستلو د (آی اېم ریچ) یا (زه دولتمند یم) په نامه یو درغل اپ بازار ته وړاندې کړ.

دوی ادعا کوله چې اپ یې د خلکو کورونه پاکولی شي او په بازار کې د بیو مالومات مخکې له مخکې خلکو ته ورکولی شي. د دغه اپ بیه نږدې ۱۰۰۰ ډالره وه او پلورنکي شرکت یې ویلي وو چې یوازې تر ۲۴ ساعتو پورې به خرڅلاو ته موجود وي.

په ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان د دغه درغلۍ قربانیان شول.

افغانستان کې هم د درغلیو او ټګیو ګن شمېر ډولونه لیدل شوي دي. د مثال په ډول عامه خلکو ته له بېلا بېلو درغلو شرکتونو نه تیلیفوني پیغامونه لېږل کېږي چې ګواکې دوی په میلیونونو ډالرو جایزې ګټلې دي.

دغه ډول شرکتونه له خلکو په دې نامه پیسې اخلي چې د جایزې ګټلې پیسې دوی ته ولېږي.

له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې د کابل یوه اوسېدونکي رامین غیاثي وویل څه موده وړاندې یوه ټګ پر ده د اصلي ایفون پر ځای یو کم ارزښته چینايي ایفون وپلوره.

نوموړی وايي دی ځکه تېر ووت چې ټګ ورته د خپلو اقتصادي ستونزو یادونه وکړه او ویل یې چې دی پیسو ته ډېره اړتیا لري ځکه نو غواړي خپل قیمتي ایفون په لږو پیسو وپلوري.

د دې تر څنګ ډېری خلک د قاچاقبرانو په لاس هم د درغلۍ قرباني شوي دي.

پښتونخوا کې یوه ټیکسي چلونکي ګوهر علي سره دغه ډول پېښه شوې ده.

نوموړی وايي د ټیکسي چلولو له لارې یې د کور لګښتونه نه شوای پوره کولی. تېره میاشت ورسره یوه قاچاقبر ژمنه وکړه چې پیسې ورکړي نو دی به د ښه کار موندلو لپاره سعودي عربستان ته ولېږي.

ګوهر علي اړ شو خپل ټیکسي او د کور ګاڼه وپلوري او تر څنګ یې د خپلو خپلوانو هم یو څه پیسې پور کړې. خو قاچاقبر له پیسو اخیستلو وروسته تری تم شو او ګوهر یې په تش میدان پرېښود.

نوموړی وروسته خبر شو چې دغه قاچاقبر له ګڼو نورو کسانو سره دغه راز درغلۍ کړې او پیسې یې ترې اخیستې وې.

خو پوښتنه دا ده چې خلک ولې دومره په اسانه د درغلۍ او ټګۍ قرباني کېږي؟

خلک او سوداګریز شرکتونه څنګه کولی شي د درغلیو مخه ونیسي؟

افغانستان کې تر اوسه د درغلیو پر وړاندې د مبارزې یا د درغلیو د ثبتولو کومه ځانګړې اداره نشته چې خلک ورته د اړتیا په صورت کې مراجعه وکړي ځکه نو ډېری دغه ډول پېښې د جنايي ادارو له خوا څارل کېږي.

د بشري منابعو سلاکار او کابل کې د بریا په نامه د مشاورتي خدماتو ادارې مشر محمد نجیب عصمتي په دې اند دی چې د درغلیو ډېری پېښې د پوهاوي د کموالي له کبله را منځ ته کېږي.

د نوموړي په عقیده په دې برخه کې باید حکومت مهم رول ولوبوي او د خلکو او سوداګریزو شرکتونو د پوهاوي په لوړولو او د درغلیو پر وړاندې د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي.

دی وايي: "د کابل بانک قضیې ته وګورئ، که خلک پوهېدای چې حکومتي چارواکي به د پیسو په ناوړه ګټه اخیستو کې ښکېل وي نو هېچا به پر دغه بانک د خپلو پیسو باور نه وای کړی".