هغه ۵ کسان نیول شوي چې د جنرال دوستم د وژلو هوډ یې لاره

Image caption جنرال دوستم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ژمنه کړې وه، چې د نا امنیو لمن به ټوله کړي

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د افغان ولسمشرد لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د وژلو له دوو پلان شویو بریدونو یې مخنیوی کړی.

د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي بي بي سي ته وویل، په دوو بېلا بېلو عملیاتو کې یې ۵ ځانمرګي برید ګر نیولي چې غوښتل یې د افغان ولسمشر پرلومړي مرستیال برید وکړي.

د ملي امنیت ویاند وايي، د دغو کسانو له ډلې څخه یې یو په مزارشریف کې نیولی دی دغه کس غوښتل چې شمال ته د جنرال دوستم د سفر په ترڅ کې پر هغه ځانمرګی برید وکړي.

صدیقي وايي، په کابل کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۴ برید ګر یې نیولي چې غوښتل یې ښاغلی دوستم په نښه کړي.

د ملي امنیت د څېړنو پر بنسټ دغه کسان تازه کابل ته راغلي وو او د کابل په لویدیځ کې په ۵ ناحیه کې پټ شوي وو چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول. نیول شویو کسانو منلې، چې د طالبانو له ډلې څخه دي خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Image caption صدیقي وايي، په کابل کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۴ برید ګر یې نیولي

عبدالرشید دوستم هغه نظامي ځېره ده چې په نوویمه لسیزه کې په افغانستان کې د طالبانو له ډلې سره جنګېدلی.

په ورستیو ورځو کې د کابل امنیت خراب شوی په تېره یوه اونۍ کې ۳ ځانمرګي بریدونه پرله پسې وشوه.

ملي امنیت وايي:،،د هېواد په بېلا بېلو برخو کې په دا ورستیو دوو میاشتو کې یې ۱۵۰ ځانګړي عملیات تر سره کړي چې له همدې کبله د طالبانو ډلې خپل پام لویو ښارونو ته اړولی،،

ورته مطالب