پکتیکا کې ځانمرګي برید لسګونه کسان وژلي

Image caption د پکتیکا د والي ویاند ویلي چې ځانمرګی برید د والیبال د سیالۍ پرمهال وشو.

د پکتیکا ولایت د والي ویاند مخلص افغان بي بي سي ته ویلي چې دغلته په یوه ځانمرګي برید کې ۴۵ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي افغان وویل چې برید د واليبال د هغې لوبې پرمهال وشو چې د دریو ولسوالیو ګڼ شمېر خلک ورته ټول شوي وو.

د اسوشېیټېډ پرېس خبري اژانس د پکتیکا د والي د ویاند مخلص افغان له خولې ویلي چې برید د یحیی خیلو په ولسوالۍ کې د والیبال دسیمه ییزو سیالیو پرمهال د یکشنبې په ورځ غرمه وشو.

له برید سمدستي وروسته ولایتي ویاند د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ تنه ښوولی و خو څو شیبې وروسته نوموړي وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ او د ټپیانو شمېر ۶۰ تنو ته رسېږي.

د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښوول شوی او چارواکي وايي چې ښايي نورو ولایتونو ته د درملنې په موخه ولېږدول شي.

عیني شاهدانو ویلي چې بریدګر پیاده و او کله چې یې ځان د ننداره چیانو مینځ ته ورساوه ځان پورې ټړلي چاویدونکي توکي یې وچول.

په سیمه کې زموږ همکار احسان الله مهجور وايي د یحیی خیلو ولسوالۍ په پړاو کلي کې د دریو ولسوالیو یوسف خیلو، خیرکوټ او یحیی خیلو د والیبال د لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالي پای ته رسیدلې وه او پر لوبغاړو ډالۍ ویشل کېدې چې په دغه وخت کې ځانمرګی برید وشو.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستي او سیمه ییزو چارواکو یې هم پړه پر چا نه ده اچولې خو ډېر ځله د دغه ډول بریدونو د پړې ګوته وسله والو طالبانو ته نیول کېږي.

دا برید په داسې مهال کېږي چې نن د افغانستان ولسي جرګې په يوه فوق العاده علني غونډه کې د کابل - واشنګټن تر منځ امنيتي تړون او د افغانستان او ناټو ترمنځ موافقه د رايو په اکثريت تاييد کړه.

افغان ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې له لوري له امريکا او ناټو سره د امنيتي همکاريو د تړونونو د تاييدولو هرکلی وکړ. د ولسمشرۍ د خبرپاڼې پر بنسټ ولسمشر غني له مشرانو جرګې د ورته ګام پورته کولو غوښتنه کړې.

ورته مطالب