ولسمشر غني: د امنیت ټینګښت د افرادو بدلون ته اړتیا نه لري

د انځور حقوق afp
Image caption ښاغلي غني وویل د سولې د ټينګښت په برخه کې ولس باید مهم رول ولوبوي او په دې اړوند باید په اصولو برابر او په ډېر احتیاط سره ګام اوچت شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ارګ کې د مشرانو جرګې له یو شمېر غړو سره په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره د افرادو بدلون ته نه بلکې طرحې ته اړتیا ده.

ولسمشر غني وویل د افغانستان ټول خلک له یو ډول امنیتي ستونزې سره مخامخ دي او د دغې ستونزې د حل لپاره یو واحد نظر ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزو پروژو د پلي کېدو لپاره هم د سولې ټينګښت ته اړتیا ده.

ښاغلي غني وویل د سولې د ټينګښت په برخه کې ولس باید مهم رول ولوبوي او په دې اړوند باید په اصولو برابر او په ډېر احتیاط سره ګام اوچت شي.

ولسمشر غني همدا راز سناتورانو ته په خپله وینا کې وویل چې په یادو برخو کې د چارو د تطبیق په اړه به په راتلونکي کې له دوی سره لا ډېرې غونډې ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه: "د امنیت د ټينګښت په برخه کې مو پنځو ولایتونو یعنې کندز، غزني، بادغیس، هلمند او ننګرهار ته لومړيتوب ورکړی دی او په دې برخه کې طرحې ته اړتیا لرو، نه د افرادو بدلون ته".

ولسشمر غني دوې اوونۍ وړاندې چین ته سفر وکړ او له دغه هېواده یې وغوښتل چې د سولې په بهیر کې مرسته ورسره وکړي.

د چین حکومت د لومړي ځل لپاره له دې غوښتنې تود هرکلی وکړ.

همدا شان تېره اوونۍ د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحېل شریف افغانستان ته سفر کړی و.

نوموړي هېواد یې هوډ لري له افغانستان سره د دوستۍ نوی څپرکی پرانیزي او ښاغلي غني ته یې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې وه.

تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو سره د چلند په اړه د ملي یووالي د حکومت دریځ ډېر څرګند نه و.

افغان ولسشمر په بیجینګ کې د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې طالبان د افغانستان د سیاسي مخالفینو په توګه یا د کړل او د چین په ګډون یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هېواد د سولې له بهیره یې ملاتړ وکړي.

ولسمشر غني پاکستان ته د سفر پر مهال ویلي وو د افغانستان او پاکستان پر وړاندې پراته ګواښونه په یوازیتوب او د یو بل له همکارۍ پرته نه شې حل کېدای.

نوموړي همدا راز ویلي وو د ریښتنې همکارۍ لپاره صداقت ته اړتیا ده او دا چې تېر باید هېر کړو او راتلونکي ته پام وکړو.

په دې تړاو د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي وو د افغانستان او پاکستان اړیکي د ارزښت وړ دي او د یوه سوکاله افغانستان لپاره به له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي همدا راز ویلي وو له سیاسي او اقتصادي اړخه د یوه بسیا افغانستان په تمه دی. ښاغلي شریف سوکاله او ټیکاو لرونکی افغانستان د پاکستان په ګټه وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان د بدلون په حال کې دی او د پاکستان ملاتړ ورسره دی.