"۷۰ سلنه افغانې مېرمنې پر قضايي سیستم باور نه لري"

Image caption نن له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې نړیواله ورځ وه

په افغانستان کې یوه نوې سروې ښيي، چې زیاتره مېرمنې د دغه هېواد په قضايي نظام او پولیسو باور نه لري.

دغه شمېره د ۲۰۰۸ کال په پرتله ۱۳ سلنه راټيټه شوې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، پر حکومتي او حقوقي ادارو د ښځو باور ډېر شوی دی او له همدې کبله د تاوتریخوالي د پېښو په اړه راپورونه هم ډېر شوي دي.

نن له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې نړیواله ورځ وه.

دغه سروې په افغانستان کې د یوې بریتانوۍ ادارې اکشن ایډ له خوا ترسره شوې ده، چې له مخې یې له هرو ۱۰ مېرمنو کې ۳ یې پر قضايي ادارو او پولیسو باور لري.

د دغې سروې شمېرې دا هم ښيي چې یواځې ۳۶ سلنه مېرمنې له خپلو خپلوانو مرسته وغواړي.

په دغه راپور کې راغلي ۴۵ سلنه ښځې له خپلو شته آزادیو خوښې دي، ۸۵ سلنه ښځې له کوره بهر کار نه کوي. او یواځې۱۰ سلنه یې فکر کوي، چې اقتصادي حالت یې د ښه کېدو په حال کې دی.

د دغه راپور یوه جوړونکې ریچل نوبل وايي، د افغانستان عدلي او قضايي سیستم په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون په ګډون د ښځو نورو ټول پرمختګونه اغېزمن کړي دي.

له زیاتو هڅو سره سره مو په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزرات او سترې محکمې غبرګون ترلاسه نه شو کړای.

د اکشن ایډ موسسې موندنې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره سم خپرې شوې دي. ۸۷ سلنه افغان مېرمنې لږ ترلږه له یو ډول تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي. او ۶۲ سلنه افغان مېرمنې له کورني تاوتریخوالي رنځیږي.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د نورو کلونو په پرتله پر حکومتي او حقوقي ادارو د ښځو باور ډېر شوی دی او دوی د تاوتریخوالي په اړه راپورونه ورکوي.

Image caption د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ۲۰۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي

دوی وايي، د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ۲۰۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

ملګرو ملتونو هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې د نړیوالې ورځې په تړاو ویلي، افغان مېرمنې دوه ځله له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي لومړی، چې تاوتریخوالی ورسره کېږي او دویم کله چې له خپل حقه محرومېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې استازی وايي، په افغانستان کې تر۸۰ سلنه ډېرې مېرمنې له تاوتریخوالي سره مخامخ دي، هغه وخت را رسېدلی چې پر وړاندې یې عملي ګامونه اوچت شي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون په پلي کولو سره د ښځو ملاتړ کوو.

ورته مطالب