غني د سارک غړو په غونډې کې د ګډون لپاره نیپال ته ولاړ

Image caption ویل کېږي د سارک (د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د سویلي اسیا ټولنه) غړیو هېوادونو د هوکړې پر متن لا له وړاندې موافقه کړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سارک په غونډې کې د ګډون په موخه نن (نوامبر ۲۵) د نیپال پلازمېنې کتمندو ته روان شو.

په دغه درې ورځني سفر کې به ښاغلی غني د سویلي آسیا د مشرانو په غوڼده (سارک) کې د وینا سربیره د نیپال هېواد له ولسمشر، لومړي وزیر او د دغه هېواد له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لېدنې وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې په خبر پاڼه کې راغلي، ولسمشر غني به د سویلي آسیا د مرستو سازمان( سارک) د غړو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره هم په بېلابېلو لیدنو کې د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې وکړي.

د خبر پاڼې پر بنسټ له ښاغلي غني سره نیپال ته په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني او د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند نظیف الله سالارزی مله دي.

د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د سوېلي آسیا ټولنې سارک ۱۸مه غونډه د نيپال په پلازمېنه کټمندو کې ترسره کېږي.

چارواکي وايي، تمه ده د سویلي آسیا هېوادونه په سیمه کې د برېښنا د تولید لپاره د انرژۍ د یوې شبکې جوړولو مهم هوکړه لاسلیک کړي.

ویل کېږي د سارک (د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د سویلي اسیا ټولنه) غړیو هېوادونو د هوکړې پر متن لا له وړاندې موافقه کړې او تمه ده چې د نیپال په پلازمېنه کتمنډو کې هوکړه هم لاسلیک شي.

د سویلي آسیا نژدې ټول هېوادونه د برېښنا د کموالي له ستونزې سره مخ دي چې په ځینو هېوادونو کې خورا جدي ده.

په یوې نوې خپرې شوې ټولپوښتنې کې د برېښنا نشتوالی د افغانانو دویمه ستره ستونزه هم ښوول شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر غني به د سویلي آسیا د مرستو سازمان( سارک) د غړو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره هم په بېلابېلو لیدنو کې د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې وکړي

له ۲۰۰۰ کال راهیسې سارک د انرژۍ او برېښنا په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ په تړاو ګڼې څېړنې تر سره کړې دي چې مرکز یې په اسلام اباد کې دی.

افغانستان د سارک وروستی غړی هېواد دی او تر ۵۰۰ مېګاواټه ډېره برېښنا واردوي.

افغانستان اوسمهال د برېښنا د لاسته راوړلو لپاره د مرکزي اسیا له هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.

ورته مطالب