کابل کې چاودنې ۷ امنیتي کسان ټپیان کړي دي

د انځور حقوق

د افغانستان پلازمېنې کابل کې د یوې بمي چاودنې پایله کې د ملي پوځ اووه کسان ټپیان شوي دي.

د کابل پولیسو ویاند حشمت ستانکزي په وینا، چاودنه له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې اووه بجې شوې ده.

د نوموړي په وینا، د سړک غاړې ماین د کابل لوېدیځ خواجه نور سیمه کې هاغه مهال وچاودید، چې د ملي پوځ د کسانو لېږدونکی بس موټر پرې وربرابر شو.

ستانکزی وايي، پېښه کې ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی او وايي پولیس د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي دي، چې پېښې کې د ملي پوځ کمانډو سرتېري ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاده چاودنه کې د ملي پوځ اووه کسان ټپیان شوي، چې وايي روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

په ټول افغانستان او په خاص ډول پلازمېنه کابل کې په دا وروستیو ورځو کې نا امنۍ ډېرې شوې دي.

تېره ورځ ( نوامبر۲۴) د کابل ـ جلااباد پر لویه لاره چاودنه وشوه، چې پکې د ناټو دوه سرتېري ووژل شول.

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغانستان ولسمشر د دغه برید د ټپیانو او د قربانیانو د کورنیود لیدو لپاره کابل کې روغتون ته ورغلی و

بل لور ته د افغانستان په شمال کندوز ولایت کې تېر مازدیګر چاودنه وشوه او د ۲ ښځو په ګډون ۶ کسان پکې ووژل شول.

دوې ورځې مخکې د افغانستان په سویل ختیځ ولایت پکتیکا کې چاودندې له ۵۰ ډېر کسان ووژل او ۶۵ کسان یې ټپیان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یوه میاشت وروسته به په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه له دغه هېواده ووځي، خو امریکا د سخت دریځو وسله والو پر وړاندې مبارزې لپاره خپل ځواکونو د پاتې کېدو موده تر یوه بله کاله وغځولې ده.

ورته مطالب