د طبیعي علومو په زده کړه کې د انګرېزي ژبې رول

Image caption که د نن ورځې نړیوال ژوند ته ځیر شو نو انګرېزي په کې د علم، صنعت، ټکنالوژي، تجارت، بانکدارۍ، ګرځندویې، طبابت او انجنیرۍ ژبه ګڼل کېږي.

د تاریخي او ادبي روایاتو پر بنسټ ژبه د افهام او تفهیم یا متقابل درک وسیلې په بڼه تعریف شوې ده.

دا په دې مانا ده که دوه کسان غواړي یو بل ته خپل پیغام ورسوي نو باید داسې حرکات او اشارې وکاروي چې دواړه پرې پوه شي. یا په بل عبارت د دواړو ترمنځ ادراک او تفهیم را منځ ته شي.

خو کله چې انسان غواړي له یوه کتاب یا یوې لیکنې څخه څه زده کړي نو د اشارو او حرکاتو ژبې له ښکلا چې د ارواپوهنې له اړخه په افهام او تفهیم کې ډېر مهم او اغېزناک اصل دی بې برخې کېږي.

اوس نو ستونزه هغه مهال هواره شي چې لیکوال او لوستونکی په لیکل شوې ژبه باندې حاکم وي.

اوسمهال دا ستونزه په افغانستان کې د طبیعي علومو زده کړې پر مهال استادان او زده کونکي دواړه سخت ځوروي. د دې ستونزې لامل دا دی چې له یوې خوا په افغانستان کې په کافي اندازه تخنیکي ښوونکي نشته او له بلې خوا په تخنیکي برخو کې په کافي اندازه کتابونه موجود نه دي.

ان که یو څه محدود ایراني فارسي ته ژباړل شوي کتابونه موجود هم وي، زده کړه یې همدومره سخته ده لکه په یوه بله بهرنۍ ژبه چې لیکل شوي وي ځکه ایرانیانو هم تخنیکي میکانیزم ته په نه کتلو سره د ادبیاتو له اړخه ژباړلي دي.

په داسې حال کې چې نه د ژباړلو بشري قوه، وخت او بودیجه وي او نه هم بل معادل اختیار نو اړینه برېښي چې په افغانستان کې د یوې واحدې نړیوالې علمي ژبې منلو تابیا وشي.

دا کار به دوه ګټې ولري. لومړی دا چې موږ به یوه بله نړیواله ژبه زده کړو چې دا موږ ته له علمي، اقتصادي، سیاسي او ټکنالوژيکي اړخه ګټه لري او دوهم دا چې د ژباړې بشري قوه، وخت او بودیجه به مو په لوړو زده کړو کې په بله پرمختیايي پروژه لګولې وي.

اوس راځو دې ته چې په نړیوالو ژبو کې دې کومه وټاکل شي؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کار د نړیوال مارکیټ ژبه هم انګرېزي ده. کیدای شي نوموړی کس په تخنیکي برخه کې ډېر تکړه وي خو که یې د کاري مارکېټ ژبه نه وي زده بیا هم له کار موندنې څخه بې برخې کېږي.

که د نن ورځې نړیوال ژوند ته ځیر شو نو انګرېزي په کې د علم، صنعت، ټکنالوژي، تجارت، بانکدارۍ، ګرځندویې، طبابت او انجنیرۍ ژبه ګڼل کېږي.

نږدې ۲ ملیارده انسانان په دې ژبه خبرې کوي. د نړۍ ۸۰ سلنه ژباړې او لیکنې په انګرېزي ژبه دي. د نړۍ په هرو پنځو وګړو کې یو یې لږ یا ډېر په انګرېزي پوهیږي. د نړۍ ټولو پوهنتونونو کې انګرېزي د څېړنو یوازینۍ ژبه ده.

د نړۍ نږدې ۷۰ سلنه پوستي ادرسونه او اړیکې په انګرېزي دي. الکسانډر سنډوال په خپل کتاب “انګرېزي د یوویشتمې پېړۍ ژبه” کې لیکي چې که مو انګرېزي زده وي نو د نړۍ په هر ګوټ کې چېرته چې انسانان ژوند کوي تاسو نه ورکېږۍ.

د انګرېزي ژبې اهمیت په طبیعي علومو کې

په طبیعي علومو کې د یوې موضوع پوهاوي لپاره یوازې لکچرونه کافي نه دي.

زده کونکي باید د فورمولونه، ثبوتونه، شکلونه، د لابراتواري تجاربو لارښود، د موضوع اړوند نوي ویډیويي لکچرونه او ځینې نور د زده کړې مواد له بېلا بېلو منابعو څخه برابر کړي.

په افغانستان غوندې هېواد کي چې کتابتون ته لاسرسی ګران دی، انټرنټ د دغو موادو موندلو ته یوازینی ځای بلل کیږي او څرنګه چې وویل شول دا مواد ۸۰ سلنه په انګرېزي ژبه دي نو که چېرې زده کونکی په انګرېزي نه وي بلد بیا خو د موضو اړوند ۸۰ سلنه د زده کړې موادو څخه بې برخې شو.

کله چې د دې څانګو زده کونکي فارغ شي، بله ستونزه یې د کار موندنه وي.

په افغانستان غوندې هیواد کې چې لا تر اوسه مو بشپړ صنعتي کېدو ته ګام نه دی اخیستی، د یوه تخنیکي کس لپاره د کار موندنه هم یوه ستره ننګونه ده. د دې لپاره چې فارغ شوی محصل ځان ته کار ومومي نو اړ دی چې د کار نړیوال مارکیټ ته د مقابلې لپاره ننوزي.

د کار د نړیوال مارکیټ ژبه هم انګرېزي ده. کیدای شي نوموړی کس په تخنیکي برخه کې ډېر تکړه وي خو که یې د کاري مارکېټ ژبه نه وي زده بیا هم له کار موندنې څخه بې برخې کېږي.

د فارغو محصلینو بله ستونزه د لوړو زده کړو په تعقیب کې وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په طبیعي علومو کې د یوې موضوع پوهاوي لپاره یوازې لکچرونه کافي نه دي.

ډېری فارغ شوي محصلین غواړي چې په خپله څانګه کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې وکړي خو دلته هم تر ټولو ستره ننګونه د انګریزي ژبې زده کړه وي ځکه ۹۹ سلنه بورس ورکونکي هیوادونه یوازې هغه کسانو ته بورسونه ورکوي چې په انګرېزي بلد وي.

په دې لړ کې د تخنیکي کسانو د ژبې د زده کړې په هکله یوه تېروتنه دا ده چې دوی تل دا فکر کوي چې د انګرېزي ژبې ګرامر سخت دي نو ځکه یې زده کړه هم کیدای شي سخته وي.

خو په ورځيني تخنیکي اکاډمیک ژوند کې هېڅوک د ګرامر پروا نه ساتي. ګرامر هلته مهم دي چې د ژبې ازموینه ورکوې، له دې هاخوا یوازې تخنیکي انګرېزي د زده کړو محور ګرځي.

د دې ستونزو د هواري لپاره کېدای شي دا څو ټکي اغیزمنې وي:

د طبیعي او ټولنیزو علومو محصلین دې د لېسې دورې ته د شمول پر وخت سره بېل کړای شي.

د طبیعي علومو زده کونکو ته دې ان د لېسې له دورې د تخنیکي اصطلاحاتو پوهاوي لپاره قاموسونه برابر شي.

اکاډمیکو ادارو ته په کار ده چې د لومړي کال محصلینو ته د انګرېزي ژبې منظم کورسونه ولري او د امکان په صورت کې ځینې تخنیکي لکچرونه هم په انګرېزي ورکړي.

ان د لېسې په دوره کي دې محصلینو ته د انګرېزي ژبې زده کړې لپاره سمعي، بصري او لیکلي مواد ورکړل شي چې د ژبې زده کړه ورته د یوې سرګرمۍ په بڼه ښکاره شي. دا اصل په زده کړه کې ډېر اغېز لري.

د محصلینو تر منځ دې په انګرېزي باندې د لیکلو، لوستلو او اورېدلو سیالۍ جوړې شي.

په پورتنیو یادښتونو کې یوازې د تخنیکي، ساینسي او ټکنالوژیکي زده کړو په اړه ستونزو ته اشاره شوې ده.

کیدای شي دا ستونزې د دیني او ټولنیزو علومو په اړه په بشپړ ډول متفاوتې وي خو د تخنیکي زده کړو په برخه کې د دغې تجربې د سیمې لکه هند، پاکستان، بنګله دیش، نیپال، مالدیف، سریلانکا، همدارنګه د نړۍ لکه متحده عربي اماراتو، المان، فرانسې او ډېرو نورو هیوادونو کې خورا مثبته نتیجه ورکړې ده.

په پای کې مې وړاندیز دا دی چې که غواړئ په ساینس، ټکنالوژۍ او تخنیک کې د سیمې او نړۍ سیالان شو نو د یوې واحدې نړیوالې تخنیکي ژبې منل او په هغې باندې د لوړو زده کړو سیستم عیارول حتمي سوال دی او پورتنیو ټکو ته په کتو سره انګرېزي یوازینۍ هغه ژبه ده چې زده کړه او ترویج یې د لوړو زده کړو په ډګر کې ډېرو ستونزو ته د پای ټکی ایښودلی شي.