غني: افغانستان کې د نیابتي جګړې پیلولو اجازه نه ورکوو

د انځور حقوق AFP
Image caption غني: ''هېچا ته به زموږ په خاوره کې د نیابتي جګړې پیلولو اجازه ورنه کړو.''

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سوېلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو سازمان (سارک) په سرمشریزه کې ویلي، اجازه به ورنه کړي، چې له هېواد نه یې د نیابتي جګړې د ډګر په توګه ګټه واخیستله شي.

ښاغلي غني وویل: "موږ به نه یوازې دا اجازه ورنه کړو، چې زموږ خاوره به د هېڅ کوم ګاونډي پرضد ونه کاروله شي، بلکې دا اجازه هم نه ورکوو، چې یوڅوک دې زموږ په هېواد کې نیابتي جګړه پیل کړي."

د نیپال پلازمېنه کتماندو ته زموږ ورغلی خبریال سید انور وايي، د ښاغلي غني دا څرګندونې دوو ګاونډیو هېوادونو (پاکستان او هند) ته څرګندې نغوتې ګڼل شوې دي.

زموږ خبریال واييو د افغانستان د ولسمشر ګواښونکې څرګندونې له دې کبله مهمې ګڼل کېږي، چې په سرمشریزه کې د هند لومړی وزیر نریندر مودي او د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د څرګندونو پرمهال موجود وو.

تر دې وړاندې د افغانستان دولتي چارواکو څو ځلې د دوو اتوم لرونکو هېوادونو د نیابتي جګړې د اندېښنې په اړه څرګندونې کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ولسمشر دا موضوع په لوړه کچه د سیمې د هېوادونو په حضور کې کوي.

په وروستیو کې د افغانستان په خاوره کې ډ پاکستان او هند د نیابتي جګړې موضوع په رسنیو او دیپلوماتیکه کچه د بحث وړ موضوع ګرځېدلې، چې ددا ډول جګړې د پیلېدو ټینګ مخنیوی غوښتل شوی دی.

پرهمدې مهال، د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، له افغانستان نه د بهرنیو جنګېدونکو ځواکونو وتل په دې هېواد کې پاکستان او هند نیابتي جګړې ته ورکاږلی شي.

ښاغلي مشرف ویلي وو: "که چېرې هندیان په افغانستان کې له قومي عناصرو ګټه اخیستل غواړي، پاکستان به هم له قومي عناصرو ګټه واخلي. نو په افغانستان کې نیابتي جګړه پیلېدونکې ده، چې باید مخه یې ونیوله شي."

بل خوا، د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې ویلي، کابل به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د هند او پاکستان ترمنځ د نیابتي جګړې پر ډګر بدل شي.

Image caption ښاغلي غني په وروستیو کې پاکستان ته سفر وکړ او له هندي لومړي وزیر سره به کتماندو کې وګوري

هغه له هند، چین او روسیې وغوښتل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد جګړې کې سره یوموټی شي.

اوسمهال افغانستان له هند او پاکستان سره ښه اړیکي لري. د افغانستان مخکني ولسمشر تر شلو ډېر ځلې پاکستان ته سفر کړی، او اوسنی ولسمشر غني هم په وروستیو کې دغه هېواد ته ولاړ.

هند په افغانستان کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د بیارغونې او اقتصادي غوړېدا لپاره یې همکاري کړې ده، چې دوه کاله مخکې افغانستان او هند د ګډو همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړ، چې دفاعي او امنیتي همکارۍ پکې شاملې وې.

د افغانستان اوسنی ولسمشر اشرف غني تر اوسه هند ته نه دی تللی، خو کتماندو ته د اوسني سفر په اوږدو کې به له هندي لومړي وزیر سره مفصلې خبرې وکړي.

ورته مطالب