"افغانستان ۴۰۵ میلیون ډالرو بشري مرستو ته اړ دی"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جکړې، نا امنۍ، طبیعي پیښې، او وزګارتیا هغه څه دي چې خلک د بشر پالنې مرستو ته ډېره اړتیا پیدا کوي.

د ملګرو ملتونو بشري چارو ادارې له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه له نړیوالې ټولنې د ۴۰۵ میلیون ډالرو غوښتنه کړې.

د ۴۰۵ میلیون ډالرو مرسته به په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان کې د خوراکي توکو، روغتیا، خوارځواکۍ له منځه وړلو او د پاکو اوبو او حفظ الصحې په برخه کې ولګول شي.

زمزمه نیازۍ په خپل راپور کې کاږي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو اداره وایي د دغو مرستو لومړیتوبونه به هغو بې ځایه شوو کورنیو ته چې د جګړو او طبیعي پېښو له کبله بې ځایه شوي دي، ورکول کیږي.

دغه راز به له هغو ماشومانو سره مرسته کیږي چې په خوارځواکۍ اخته دي او عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.

د دغو مرستو په لومړیتوبونو کې هغه ۳۰ زره پاکستاني کورنۍ چې له شمالي وزیرستانه د افغانستان خوست او پکتیکا ولایت ته راکډه شوي هم شاملې دي.

د ملګرو ملتونو په بشري برخو کې ځانګړی مرستیال مارک باوډن د دغې مرستې د غوښتنې د اعلان په غونډه کې له مرسته کوونکو وغوښتل چې د بشري مرستو لړۍ په افغانستان کې وغځوي او پرینږدي چې افغانستان له نه هېرېدونکي ترینګلتیا سره مخامخ شي:

"زه نن د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کونکي په توګه دلته راغلی یم. غواړم د افغانستان مهمې اړتیاوې له تاسو سره شریکې کړم . په راتلونکو کلونو کې د دغو ستونزو د هواري لپاره موږ د څلور سوه پنځو میلیونو ډالرو غوښتنه کړې."

د انځور حقوق Reuters
Image caption د دغو مرستو غوښتنه د افغانستان حکومت له خوا شوې ده.

د دغه سازمان د معلوماتو پربنسټ په روان میلادي کال کې د جګړو او نا امنیو له امله ۱۴۰ زره کورنۍ د خپلو کورنو پریخودو ته اړ شوي. د پوځي عملیاتو له کبله ۳۰ زره پاکستانۍ کورنۍ له شمالي وزیرستان راکډه شوي او په شمال کې اته زره کورونه د باران او سیلاب له امله ویجاړ شوي.

د دغو مرستو غوښتنه د افغانستان حکومت له خوا شوې ده.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې په افغانستان کې له اوو میلیونو ډېر وګړي د بشرپالنې مرستې ته اړتیا لري.

هره ورځ ۱۶۵هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلنو کم دي مري او په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن د زیږون پرمهال له منځه ځي.

له بله پلوه جکړې، نا امنۍ، طبیعي پیښې، او وزګارتیا هغه څه دي چې خلک د بشر پالنې مرستو ته ډېره اړتیا پیدا کوي.

ورته مطالب