د کابل پر یوه مېلمستون برید شوی

پلازمېنه کابل کې د پنجشنبې پر ماښام د یوې درنې چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ویل کېږي برید د بهرنیانو پر یو مېلمستون شوی دی.

د ای ایف پی خبري اژانس د رپوټ له مخې د چاودنې غږ د کابل ښار په مرکزي سیمه وزیر اکبر خان کې اورېدل شوی چې ډېری سفارتخانې او بهرنیو موسسو دفترونه په کې موقعیت لري.

کابل کې د بي بي سي خبریال اسماعیل شهامت وايي کابل په وخت د ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو او ورپسې ډزې پیل شوې.

په ظاهره بریدګر سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتي او له پولیسو پر وړاندې مقاومت کوي.

طالبانو رسنیو ته په لېږل شوي یو برېښنالیک کې د برید مسولیت منلی دی.

کابل کې د جنايي پلټنو مشر جنرال فرید د پېښې له سیمې زموږ خبریال ته ویلي چې برید د وزیر اکبر پر ۱۵ سړک شوی.

په برید کې د مرګژوبلې په اړه لا څه نه دي ویل شوي. دا کابل کې د پنجشنبې پر ورځ دوهمه چاودنه ده.

نن سهار یوه ځانمرګي بریدګر د چاودېدونکو توکو نه ډک د یوه موټر په مټ د کابل ولایت نهمې امنیتې حوزې په قلعه وزیر کې د کابل- جلال اباد پر سړک د بریتانيې سفارت یو ګاډی په نښه کړ.

د دې وروستي برید په اړه پولیسو تر اوسه جزئیات نه دي ورکړي. له درنې چاودنې ۳۰ دقیقې وروسته ډزې پیل شوې.

په وروستیو اوونیو کې کابل کې د بریدونو شمېر زیات شوی دی، په داسې حال کې چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه افغانستان کې خپل ۱۳ کلن جګړییز ماموریت پای ته رسوي.

داسې وېره شته چې د ناټو ځواکونو له وتو وروسته به افغانستان کې تاوتریخوالی لا ډېر شي او په دغه ډول بریدونو کې لا له وړاندې افغان امنیتي ځواکونو ته ډېره مرګژوبله اوړېدلې ده.

کابل کې په تېرو ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه اته چاودنې شوې دي چې د بهرنیانو پر دفترونو او د پارلمان پر غړې شکریه بارکزۍ چې برید کې ټپي شوې وه چاودنې شاملې دي.

په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان کې تر ټولو مرګونی برید د یکشنبې پر ورځ هغه مهال وشو چې یو ځانمرګي د پکتیکا په ولایت کې د والیبال په لوبغالي کې د یوې لوبې پر مهال چاودنه وکړه او ۵۷ کسان یې ووژل.

د ناټو د ماموریت له ختمېدو وروسته د افغان ملي پوځ او پولیسو د روزنې لپاره ټاکل شوې په ۲۰۱۵ کال کې ۱۲،۵۰۰ بهرني سرتیري افغانستان کې پاتې شي.

د نن په سهارني برید کې د څلورو ملکي وګړو په ګډون یو بریتانوی او یو افغان امنیتي کارکونکی ووژل شول.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر فېلېپ هموند برید وغانده او دا یې یو "بې ننګه" عمل وباله.