مزار شریف کې چاودنې یو شمېر کسان ټپیان کړي دي

د افغانستان شمالي ولایت بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې يوې چاودنې څو ملکيان ټپيان کړي دي.

ځايي رسنۍ وايي، ماين په يوه لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره شمېرې نه دي ورکړای شوې.

تر اوسه د دغې چاودنې مسووليت چا نه دی منلي.

بل خوا د افغانستان په شمال سرپل کې امنيتي چارواکي وايي، د وسلوالو يوه قومندان په بلخ آب ولسوالۍ کې لس کسان چې دوی يې ولسي وګړي بولي، يرغمل کړي دي.

امنيه قومندان حبيب ګلبهاري بي بي سي ته وويل، وسلوالو د دوی دوه کسان خوشي کړي او د نورو اتو کسانو د پرېښودو په بدل کې د وسلو او پيسو غوښتنه کوي.

کومې وسلوالې ډلې د دغو کسانو د يرغمل کېدو مسووليت نه دی منلی.

ښاغلی ګلبهاري وايي، د پاتې کسانو د خوشي کېدو لپاره يې د ځايي مخورو په منځګړتوب هڅې پيل کړي دي:"دا هغه کس چې د طالبانو په څنګ کې دی. تر دې مخکې يې هم ځينې کسان يرغمل کړي چې په بدل کې يې پيسې ترلاسه کړې وې. متاسفانه د يرغمل شويو خپلوانو پرته له دې چې له موږ سره اړيکه ونيسي، پيسې يې ورکړې وې. اوس دوی اموخته شوي دي. دوی يوه پيکا، څو ميله کلاشينکوف او يوه اندازه پيسې غوښتي، خو څوک چمتو نه دي چې ور يې کړي".