ماينونو د کندهار د غورک ولسوالۍ لارې تړلې دي

د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، له تیرو ۵ کلونو راهيسې د دوی لارې د وسله والو طالبانو د ماينونو له امله تړل شوې او دوی يې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

خو د کندهار چارواکي وايي، په پام کې لري چې د دغې ولسوالۍ خلکو ته خوراکي او نور اړین توکي د ځمکې او هوا له لارې واستوي او د لارو د خلاصون لپاره یې هم هوډ کړی دی.

محمود کوچی په دې اړه خپل رپوټ کې نور جزییات داسې کاږي: غورک چې د کندهار ولایت په شمال کې پرته ولسوالۍ ده د ارزګان او هلمند ولایتونو سره ګډې پولې لري.

دغه ولسوالۍ څو څو ځلې د طالبانو لاس ته هم ورغلې او بې شمیره پوځي عملیات هم پرې شوی دي خو د څو کالو راهیسې د دغې ولسوالۍ ټولې لارې تړل شوې او خلکو ته خوراکي او نور اړین توکي په سمه توګه نه رسېږي.

د غورک ولسوال جمعه خان بي بی سي ته د تیلیفون په لیکه وايي، چې هغه نرۍ لاره چې نن سبا طالبانو د خلکو لپاره خوشې کړې په ډیرو ستونزو خوراکي توکي پرې وړل کېږي، او خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

ولسوال جمعه خان وايي، د دغې ستونزې د هواري په اړه یې په وار، وار د افغان چارواکو سره خبرې کړې خو وايي، چې تر دې مهاله داسې ځانګړي ګامونه نه دي پورته شوي چې دوی ورته په تمه دي.

که څه هم چې د دغې ولسوالۍ نه ګڼې کورنۍ د کندهار شار او نورو ولسوالیو ته کډه شوي، خو بیا هم سلګونه کورنۍ چې د تېښتې وس نه لري لا هم په دغې ولسوالۍ کې ژوند تیروي.

د کندهار د ولایتي ادارې ویاند صمیم خپلواک وايي، چې په نژدې ورځو کې به د هغو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل کړي چې هلته ایسار پاتې دي.

د ښاغلي خپلواک په خبره دغه مرستې به د ځمکې او هوا له لارې سیمې ته ورسوي.

په غورک ولسوالۍ کې شاوخوا ۸ زره وګړي اوسېږي، چې ډېرى يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

خو دوی وايي، چې په دغې ولسوالۍ کې وزګارتیا او نورو اقتصادي ستونزو دوی پکو کړي او له مرکزي حکومته یې غوښتنه دا ده، چې دغلته دې نه یوازې د سولې او ټیکاو راوستو لپاره بلکې د دوی په وینا رغنیزو چارو ته هم پام واړوي.

دغه خلک له حکومته دا ګیلې مانې هم لري، چې په تیرو۱۳ کالو کې هلته د بیا رغاونې په چاره کې یوه خښته په بله نه ده ایښودل شوې، چې دوی وايي، دغلته د نا امنیو یواځینی لامل هم همدا دی.

ورته مطالب