"افغانستان کې هر کال ۱۳زره کسان نری رنځ وژني"

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption د افغانستان په ډېر شمېر سیمو کې یو شمېر کسانو د ناوړه اقتصادي وضیعت له امله د ناروغیو درملنه نشي کولای.

دروغتیا نړیوال سازمان واېې چې په افغانستان کې هرکال ۱۳ زره کسان دنري رنځ یا سل د ناروغۍ له امله مړه کېږي.

دغه سازمان وايي چې پر دې سربېره هر کال افغانستان کې ۳۳ زره نور کسان په دغه ناروغۍ اخته کېږي.

بلخوا د جاپان هیواد د افغانستان دعامې روغتیا له وزارت سره د ۱۲ مېلیونه ډالرو مرسته کړې چې پر مټ به یې په دغه هېواد کې د نري رنځ د ناروغانو درملنه کېږي.

د افغانستان په شمال مزارشریف کې دلیپکو په نامه دنري رنځ د یوه ځانکړي مرکز مسول نوروز علی حسیني بي بي سي ته وویل، سره له دې چې دا مهال روغتایي چارې تر کلیوالو سیمو غزیدلی خو لا هم یواځې د دوی دوه مرکزونو ته هرکال تر۶ زرو زیات کسان مراجعه کوي چې شاخوا ۴۸۰۰ کسان يې په نري رنځ اخته وي خو نوموړی وایي چې یواځې په کال کې د ۶ سوه کسانو د درملنې امکانات لري.

ښاغلی حسیني وایي چې دروغتایي مرکزونو له فعالیت سره سره اوس هم په نري رنځ د اخته کسانو په شمېر کې کموالی نه دی راغلی او وايي په نري رنځ د اخته وو میرمنو شمېره د نرانو په پرتله لوړه ده.

افغانستان د نړۍ د هغو ۲۲ هیوادونو په کتار کې ځای لري چې د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا هر کال په دغه هېواد کې ۳۳ زره کسان په نري رنځ اخته کیږی.

د افغانستان په ډېر شمېر سیمو کې یو شمېر کسانو د ناوړه اقتصادي وضیعت له امله د ناروغیو درملنه نشي کولای.

سره له دې چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ سوه روغتایي مرکزونو فعالیت لري خو د بې کیفیته درملو شتون او نا مناسبه درملنه د دې لامل شوی چې یو شمېر کسانو نورو هیوادونو ته د درملنی په موخه مخه کړې.

دا په داسی حال کې ده چې جاپان د افغانستان له روغتیا وزارت سره د ۱۲ مېلیونه امریکایي ډالرو مرسته کړی چې پر مټ به یې په نري رنځ د اخته کسانو درملنه کیږي.

ورته مطالب