ولسمشرۍ ماڼۍ: څلور وزارتونه ښځو ته ورکول کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption د کابینې ټول وزیران به نوې څېرې وي او په کابینه کې څلور ځوکۍ به مېرمنو ته ځانګړې شي

د افغانستان د ولسمشرۍ د ویاند دفتر وايي، د هېواد د ملي یوالي مشرانو د دولت د کابینې په جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د ولسمشر اشرف غني او اجرايي مشر عبدالله ترمنځ هغه هوکړه چې د ملي حکومت د کابینې په جوړولو کې شوې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وخت وزیران به په نوې کابینه کې هېڅ ځای ونه لري.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند نظیف الله سالارزي بي بي سي ته وویل، د ملي یووالي حکومت د کابینې پر جوړښت هوکړه شوې ده.

نوموړي وویل، د شوې هوکړې پربنسټ د کابینې ټول وزیران به نوې څېرې وي او په کابینه کې څلور ځوکۍ به مېرمنو ته ځانګړې شي.

ښاغلي سالارزي وویل، چې ډېر جزییات نه شي ورکولی خو نوماند وزیران باید مسلکي او فني وي.

د افغانستان د نوي حکومت له جوړېدو راهسې څه باندې دوې میاشتې وتلې، چې په وروستیو اونیو کې د حکومت پرضد ډېرې نیوکې هم شوې،‌ چې ولې تر اوسه یې د کابینې برخلیک لا نه دی مالوم کړی.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د ورځې په پای کې د دولتي تلویزیون له لارې خلکو ته وینا وکړي او د کابینې پر جزییاتو به خبرې ولري.

په وروستیو کې د افغانستان کورنیو رسنیو راپور ورکړی و، چې د کابینې او مهمو امنیتي او اقتصادي لوړپوړو څوکیو د وېش پر سر لانجه د کابینې د معرفي کېدو د ځنډل لامل شوې ده.‌

په پام کې ده چې تر راتلونکو څلورو ورځو پورې د لندن په کنفرانس کې د افغانستان یو لوړپوړی پلاوی د ګډون لپاره انګلستان ته ولاړ شي، کېدای شي د نوې کابینې ځینې وزیران به هم ګډون پکې ولري.

ورته مطالب