د کابل امنیې قومندان جنرال ظاهر له دندې استعفا کړې

د افغانستان د پلازمېنې کابل ښار امنیې قومندان جنرال ظاهر له خپلې دندې استعفا کړې.

د کابل پولیسو ویاند پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ښاغلی ظاهر به له دې وروسته دنده پرېږدي.

بي بي سي ته ځینو سرچینو ویلي، چې د نوموړي استعفا د کورنیو چارو وزارت لخوا هم منله شوې ده.

ښاغلی ظاهر داسې مهال استعفا کوي، چې پلازمېنه کابل دا تېرو ورځو کې د وسله والو طالبانو له پرلپسې خونړیو بریدونو سره مخامخ وو.

د کابل پولیسو ویاند حشمت ستانکزي له بي بي سي سره خبرو کې د نوموړي استعفا تایید کړه او وايي په دې اړه به نور جزیات وروسته څرګند شي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ناامنۍ ډېرې شوې.

ښاغلي ظاهر خپلې لومړنۍ زده کړې په حبیبیې لیسه کې تر سره کړې.

نوموړی په ۱۳۶۶ کال کې د پولیسو له اکادیمۍ فارغ شوی او په ۱۳۶۶ کال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په جنايي ریاست کې یې دنده تر لاسه کړه او په ۱۳۶۸ کال کې له مجاهدینو سره یو ځای شو.

له ۱۳۷۱ بیا تر ۱۳۷۵ مه کاله یې د تعقیب او مراقبت اجرایيي د مسوول په توګه کابل کې دنده درلوده او په ۱۳۸۶ کال کې د جنايي جرمونو د ارزونې عمومي مشر او د کابل پولیسو د جنايي څېړنو ادارې مرستیالۍ دنده وروسپارله شوه.

ښاغلی ظاهر په ۱۳۹۲ کال کې د کابل د پولیسو قومندان په توګه وټاکل شو.

ورته مطالب