د ۲۰۱۴ تر پایه په ایډز د ۴۳۰۰ افغانانو د اخته کېدو وېره

د انځور حقوق SPL
Image caption نړیواله روغتیایي ډله او د ایډز پر وړاندې مبارزه کوونکي تر ۲۰۲۰ کال پورې په افغانستان کې په ایچ اي وي د اخته کسانو شمېر ۸،۰۰۰ اټکلوي.

یوه نوې څېړنه کې معلومه شوې، چې د ایچ ای وي ويروس ارتقايي فعالیت کمزوری شوی، چې له کبله یې مړینه په کمېدو ده او د خپرېدو توان یې هم کمېږي.

د اکسفورډ پوهنتون د څېړنې په پایله کې ویل شوي، چې د ایچ ای وي انفیکشن ډېر وخت اخلي، چې په ایډز ناروغۍ واوړي او د همدې بدلون له کبله ممکنه ده، چې درملنه یې وشي.

دا مهال د نړۍ نژدې ۳۵ میلیونه انسانان په خپل بدن کې د ایچ ای وې ويروس ګرځوي او د دوی د بدن دفاعي قوت او ایچ ای وي ویروس په پرله پسې شخړه کې وي.

خو په افغانستان کې په ایچ ای وي اخته کسانو شمېر لوړ شوی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمیرو تر مخه د ۲۰۱۲ کال ترپایه په ایچ ای وي د اخته کسانو شمېر ۱۵۲۹کسه وو، چې ډېري يې په نشه يي توکو د روږدېدو له امله وو، چې د ایډز پر وړاندې د مبارزې نړیوال پروګرام او نړیوال روغتیايي سازمان د ۲۰۱۴ تر پایه دغه شمېر ۴۳۰۰ اټکل کړی.

که څه هم په افغانستان کې په ایډز د اخته کسانو شمېر ډیر زیات نه دی، خو له یو بل نه بل ته د ایډز د لېږدېدو په اړه د خلکو د پوهې کچه لوړه نه ده.

په افغانستان کې لوږې، کډوالۍ او د نشه يي توکو کارولو د ایچ آی وي ویروس له ودې سره مرسته کړې ده.

سږ کال د ایډز نړیواله ورځ دایچ اي وي د کابو کولو او پرله پسې درملنې تر شعار لاندې لمانځل کېږي.

Image caption په شریکه آن تر شلو کسانو پوري یوه ستن یا سرنج کاروي همدغه څه د ایچ ای وي د ډېر والي لامل شوي

په افغانستان کې په ایچ ای وی اخته کسانو ته د هغه ویروس د ماتولو لپاره وړیا درمل ورکول کېږي، چې ښايي د ژوند ترپایه د رنځور ملګری وي، که په ايډز اخته ناروغ پرله پسې درمل ونه خوري، ګڼې نورې ناروغۍ پرې په اسانه برید کولی شي، چې تر ټولو د ټیټې کچې هغه یې د ګېډې خوږ، او زکام یادولی شو. په ایچ آی وي اخته ناروغ خان اقا چې د نشه یي توکو له کبله په همدغې ناروغۍ اخته شوی وايي :"دیارلس کاله کېږي، چې په ایران کې په دې ناروغۍ اخته شوی یم، پخوا مې ددې مرض نوم هم نه پېژانده، خو چې وپوهېدم ډېر خواشینی شوم".

وړه تېروتنه

د هغه یوه وړه تیروتنه د ایچ ای وي وایروس نورو ته لېږدولی شي، نوموړی ډېر احتیاط کوي او آن خپله ښځه هم په دې اړه نه خبروي :"ښځه مې نه ده خبره، راته وایي، ولې پوکڼۍ کاروې، ورته وایم په زیړي اخته یم. غولوم یې. که وپوهېږي بیا رانه طلاق غواړي."

ایچ آی وي او نشه یې یو له بل سره تړلي. د کابل د پل سوخته لاندې دا ډلې په خورا بدو حالاتو کې ژوند کوي. په شریکه آن تر شلو کسانو پورې یوه ستن یا سورنج کاروي همدغه څه د ایچ آی وي د ډېروالي لامل شوی.

ډاکتر مجیب الرحمن سمیر د عامې روغتیا په وزارت کې د ایډز پر وړاندې د مبارزې مشر دی، هغه وایي په افغانستان کې د ایچ آی وي زیاتوالی له نورو هېوادونو سره توپیر لري.

نوموړی وايي:"په نړۍ کې ۷۰ سلنه د ایډز ناروغي د جنسي اړیکو له امله وي، خو په افغانستان کې د نشیانو ترمنځ د ګډ سورنج کارونه دغه ناروغي ډېروي."

په افغانستان کې د ایډز پرضد د مبارزې د برخې مشر وايي، په دې هېواد کې د ایچ آی وي ناروغي معلومول د خلکو په خوښه ترسره کېږي، همدغه د شرم احساس ښایي د ثبت شوو ناروغانو شمېر لږ کړی وي:

"موږ له ۲۰۰۵ کال راهیسې خپل کار پیل کړی، له خپل کار نه خوښ یو، تېر کال مو ۱۳۵ زره کسان کتلي، دا د تېرو کلونو په پرتله ۳۰٪ ډېروالی ښيي، دلیل یې دا دی چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې".

په پلازمېنه کابل کې د جاپان په مرسته د [افغان جاپان] په نوم یو روغتون جوړ شوی، چې ۲۸ میلیونه ډالر پرې لګېدلي.

په دغه روغتون کې پر نري رنځ او ملریا سربېره، ۱۲ کټونه د ایډز ناروغانو ته بېل شوي، خو دغه کټونه ډېر وخت تش پاتې وي، ځکه تر هغه ورته ناروغان نه ورځې چې له پښو نه وي لوېدلي.

ډاکټر محمد خان هدایت ددغه روغتون یو مشر داسې وايي :"رنځورانو ته د میکروب ضد درملو ترڅنګ د ایچ آی وي درمل او هڅونوکي خوراکي توکي هم ورکول کېږي."

په افغان جاپان روغتون کې هر څه وړیا دي. له مشورو نیولې، پوکاڼۍ یا کنډوم، دارو او د لوړې بيې طیبي معاینات یا ټیسټونه. د دې لپاره چې دا ناروغي ډېره نه شي.

ډاکټر محمد خان هدایت وايي :"که درمل په منظم ډول وخوړل شي، وجود د درملو پر وړاندې مقاومت نه پیدا کوي او درملنه هم اسانه ترسره کېږي، که نورې ناروغۍ ونه لري درې څلور لسیزې پایېدلی شي."

په افغانستان کې د ایچ آی وي لومړۍ پېښه په ۱۹۸۹ کال کې د وینې په مرکزي بانک کې مخې ته راغله، له هغه را وروسته تر ۲۰۰۳ کال پورې دغه شمېر ایله ۲۸ وو. نهه کاله وروسته په ایډز د اخته کسانو نوملړ ۱۵۲۹ وښودل شو.

Image caption ایچ ای وي او نشې یو له بل سره تړلي. د کابل د سوخته پل لاندې دا واړه ډلې په خورا بدو حالاتو کې ژوند کوي

نړیواله روغتیایي ډله او د ایډز پر وړاندې مبارزه کوونکي تر ۲۰۲۰ کال پورې په افغانستان کې په ایچ اي وي د اخته کسانو شمېر ۸،۰۰۰ اټکلوي.

که څه هم په افغانستان کې د ایچ اي وي د مثبتو پېښو شمېر ډېر نه دی، خو داسې یو هېواد چې له ۲۳ نه تر ۲۵ زرو پورې په نشو داسې روږدي کسان چې ګډ نشيي توکي کاروي، د ایډز د ډېروالي اندېښنې زیاتولی شي.

ایچ اي وي داسې ویروس دی چې ډېره موده په بدن کې پټ وي او نښې ېې ژر نه څرګندېږي.