داودزی: له پاکستانه د سولې مرسته غوښتل د وخت ضایع کول دي

داودزی د انځور حقوق MOI
Image caption ښاغلي داودزي زیاته کړه ولسمشر دې د دولت له مخالفاینو سره د یوه نوي دریځ له مخې د سولې خبرې پرمخ یوسي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي د ولسمشر اشرف غني د سولې پر تګلارې نیوکه وکړه. نوموړي وویل له پاکستانه د سولې په راوستو کې مرسته غوښتل لویه تېروتنه او د وخت ضایع کول دي. نور حال له کابله د زمزمې نیازۍ په رپوت کې :

د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي دا څرګندونې له وزارته د مخې‎ ښې په غونډه کې کولې.

نوموړي د سولې په راوستو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په کړنلارې نیوکه وکړه او وویل د سولې په راوستو کې له پاکستانه مرسته غوښتل د افغان حکومت لویه تېروتنه ده ځکه پاکستان په دغې برخه کې بیا بیا ازمایښت ورکړی او ګټه یې نه ده کړې.

نوموړي زیاته کړه ولسمشر غني باید خپل نظر بدل کړي او له یوه نوي دریځ څخه د سولې په راوستو کې کار واخلي.

((اوس هم که موږ په دې تمه ناست یو چې پاکستان زموږ مسله حل کړي او طالبان د خبرو اترو دریځ ته راوبلي دا ټول خوبونه، خیالونه او لیونتوب دی. خدای دې وکړي چې د پخوانیو تجربو پر بنسټ زموږ ولسمشر خپل نظر بدل کړي او له نورو نویو لارو کار واخلي.))

عمر داودزي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې کوم هیوادونه غواړي وسلوال مخالفین په افغانستان کې ځای پر ځای شي او جګړه وکړي وویل ټولې نړۍ ته جوته ده چې کوم هیواد غواړي په افغانستان کې وسلوالو ته جغرافیایي پته ورکړي چې ظاهراً یې اشاره پاکستان ته وه:

((دا خو معلومه ده چې کوم هیواد غوښتل طالبانو ته په افغانستان کې دننه جغرافیایي پته ورکړي په دې تاسو خپله پوهیږې چې هغه کوم هیواد دی دا چې وایې د طالبانو مشري په کوټه کې ایا کوټه په افغانستان کې ده چې وایې د پیښور شورا د میرانشاه خو هماغه شوراګانې یې غوښتلي چې د هلمند کونړ او نورو شوراګانو په نوم یې جوړ کړي چې بیا ووایي چې موږ په دې کې لاس نه لرو او موږ ملایکې یو.))

ښاغلي داودزي په ننۍ ناسته کې د افغانستان د سولې لپاره ځیني وړاندیزونه هم درلودل. نوموړي وویل که افغانستان سوله غواړي باید لوړو پوړیو ته ورسیږي او دغې موخې ته تر رسیدو باید د افغانستان امنیتي ځواکونه په درنو او سپکو وسلو سمبال شي.

ښاغلی داودزی وایي په افغانستان کې اوسنۍ جګړه د سیمې جګړه ده خو قرباني یې افغانان دی.

نوموړي وویل وسلوال مخالفین او ترهګري هغه څه دي چې اوس مهال په سیمه ییزې ګواښنې بدل شوي دي او په افغانستان کې د سولې لپاره باید یو سیمیز ایتلاف جوړ شي او په سیمه کې امنیت ټینګ شي.

ښاغلي داودزي له ټولو ادارو او د افغانستان له ملت څخه مننه وکړه چې د نوموړي د کار په دوره کې یې د امنیت په ادارو کې مرسته کړې.