لندن د افغانستان په اړه د نړيوال کنفرانس کوربه دى

لندن نن پنجشنبه د (ليندۍ ١٣) د افغانستان په اړه د يوه نړيوال کنفرانس کوربه دى چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د بريتانيا لومړى وزيرډېويد کاميرون يې مشري کوي.

د افغانستان پراجراييه ريس عبدالله عبدالله سربيره د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري، د پاکستان لومړى وزير نوازشريف او د ٥٠ هېوادونو او ٢٤ نړيوالو سازمانونو او د افغانستان د مدنې ټولنې په لسگونه استازي په کنفرانس کې برخه لري.

له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې ملاتړهغه څه دي چې ولسمشر غني يې د لندن له کنفرانسه تمه لري.

د لندن کنفرانس په واقعيت کې د هغې ژمنې محصول دى چې نړيوالو د توکيو په کنفرانس کې له افغانستان سره کړې وې .

پر ٢٠١٢ کال د توکيو په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د ميلياردونو مالي مرستو ژمنې وکړي.

افغان حکومت په هماغه کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د نړيوالو مرستو په بدل کې به اصلاحات راولي او د فساد په وړاندې به اغيزمنه مبارزه کوي.

د توکيو له کنفرانسه وروسته پرېکړه وشوه چې د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه به يو لړ غونډې وشي چې له افغانستان سره د شويو مالي مرستو او افغان حکومت کې د اصلاحاتو د راوستو د بهيرونو څارنه وکړي.

پر همدې بنسټ و چې بريتانيا دې ته چمتو شو چې د مرسته کوونکو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه د روان کنفرانس کوربه شي.

ولسمشر اشرف غني د حکومت د اصلاحاتو په برخه کې خپله طرحه کنفرانس ته وړاندې کوي او نړيواله ټولنه به د هغې پر بنسټ د افغانستان د راتلونکې لپاره خپلې ژمنې يوځلې بيا تازه کړي.

مرستې په اصلاحاتو پورې تړاو لري

د لندن د کنفرانس يوه گډونوال اود افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانگړي استازي ډن فيلډمن زموږ له بي بي سي سره په مرکه کې وويل دا مهمه ده چې افغان مشران د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې له افغان ولس سره خپلې کړې ژمنې پلي کړي.

ښاغلي فيلډمن دارنگه ټينگاروکړچې راتلونکې کې له افغانستان د نړيوالې ټولنې او امريکا ملاتړ او مالي مرستې تر ډېره ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو پورې تړلي دي

" ډاکتر غني او ډاکترعبدالله د ملي يووالي په حکومت کې په گډه سره کار کوي .نوځکه دا يوه حساسه او تاريخي شيبه ده. زما په گومان دا نوى حکومت د ټول افغان ولس استازيتوب کوي او ملي يووالى يې رامنځ ته کړى.افغانانو د ټاکنو په دواړو پړاونو کې د اصلاحاتو د اجندا پراساس رايه ورکړه او په ميړانې راووتل.خلکو غوښتل چې په هېواد کې يې بدلون راشي . دې دواړونوماندانو هم د بدلون ژمنه کړې وه او اوس يې پرځاى کوي"

ښاغلي فيلډمن زياته کړه

"د لندن کنفرانس دې دواړو مشرانو لپاره ښه فرصت دى چې د فساد پرضد مبارزې ، ښې حکومتولۍ او روڼوالي په برخه کې خپل پلان او تگلار ه له نړيوالو سره شريک کړي.

دا زموږ لپاره يانا د نړيوالې ټولنې لپاره يو ښه فرصت دى چې د دوى کار وگورو.

که دوى خپلې ژمنې پرځاى کړي نو موږ هم چمتو يو چې د افغانستان ترڅنگ و درېږو او خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړو.نو زه فکر کوم چې راتلونکي څو کلونه به ډېر حساس وي خو زه يې په اړه هيله من يم"

په کنفرانس کې افغان ميرمنې هم مهمه ونډه لري.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسن بانوغضفر بي بي سي ته وويل دوى هيله لري چې د ښځو د تعليم، د ښځو د روغتيا او ښځو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مرستې ډېرې شي.

تمه نه کېږي چې په دې کنفرانس کې دې له افغانستان سره نوي مالي ژمنې وشي خو ښايي له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه وشي چې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

ورته مطالب