جان کېري: افغانستان يو سيمه ييز قدرت جوړوو

د انځور حقوق AP

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کېري د افغانستان د مالي ملاتړ لپاره د امريکا د متحده ايالتونو ژمنې تازه کړې او ويې ويل چې دغه هېواد به يوه سيمه ييز قدرت جوړ کړو.

ښاغلي کېري ،چې تېر ماسختون د لندن کنفرانس له پاى ته رسېدا وروسته خبرې کولې داهم وويل چې دى پر ولسمشر غني پوره باور لري چې يو پياوړى او بريالى افغانستان به جوړکړي.

هدفونه ترلاسه شول

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د لندن په کنفرانس کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د نړيوالې ټولنې له تازه ژمنو خوشاله ښکارېده وويل هغه څه يې ترلاسه کړل چې د کنفرانس نه يې تمه درلوده.

د انځور حقوق AP

" زموږ هدفونه داوچې هغه ژمنې چې په توکيو کې شوې وي بايد تکرارشي او دا ژمنې په ډېر قوت سره تکرارشوې او نن مو وليدل چې ښاغلي صدراعظم او ټول مشران په ډېر واضح توگه خپلې ژمنې تکرار کړي. پر دې سربيره موږ له خصوصي سکتور او پانگه والو سره کېناستو او زموږ سيمه ييز هدفونه دادي چې افغانستان د آسيا په وچ پل اوڅلور لارې بدل شي "

د روان کال په پاى کې چې کله د امريکايي اوناټو ځواکونو غوښنه برخه له افغانستان څخه وځي افغان مشران هڅه کوي چې پردې ډاډ شي چې له دې سره جوخت دې مالي مرستې له افغانستان سره کمې نه شي.

له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د نړيوالو د قانع کولو په موخه ښاغلي غني د اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې خپل پلان د لندن کنفرانس گډونوالو ته وړاندې کړ.

سمې پريکړې

د انځور حقوق AP

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون چې له کنفرانس څخه وروسته له ښاغلي غني سره په يوه گډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغان مشر له طرحو ملاتړ وکړ او ټينگار يې وکړچې په هرگام کې به له افغانستان سره يوځاى اوسي:

" که په افغانستان کې سمې پرېکړې وشي نو زه ډاډه یم چې د دې هېواد اقتصادي راتلونکی روښانه دی. تاسې پرېمانه طبعي زېرمې او وړ خلک لرئ. موږ به هم درسره مالي مرسته کوو. خپلې تجربې به درسره شریکوو، تجارتي او اقتصادي همکاري به درسره کوو. د افغانستان د سوکالۍ لپاره مو چې څه په وس کې وي هغه به کوو. همدا خبره د راتلونکي امنیت لپاره هم مهمه ده."

ښاغلي کاميرون وويل د بدلون او اصلاحاتو لپاره د افغان مشرانو ژمنتوب کولاى شي چې دا هېواد د پرمختگ او ښيرازۍ پر لوري بوځي.

خلک عمل غواړي

د انځور حقوق BBCPersian.com

ښاغلي غني وويل اوس ولس له موږ نه عمل غواړي:

"اوس اصلي شى چې د افغانستان خلک يې غواړي عمل دى او موږ به عمل کې دا ثابته کړو چې هم همغږې شته او هم له خلکو سره تعهد لرو. ځکه زه ولسمشر نه يم او لومړى زه د افغانستان د خلکو خادم يم .زما واک د ولس په لاس کې دى او د ولسمشر په توگه زه ولس ته مسوول يم او غواړم چې دا مسووليت ادا کړم "

نړيوالو داسې مهال له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنې بيا تازه کړي چې په وروستيو کې په بيساري ډول په دې هېوادې کې د وسله والو طالبانو بريدونه ډېر شوي دي.

دې د نړيوالو ځواکونو د جنگي ماموريت له پاى ته رسېدا وروسته په افغانستان کې د امنيت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې ډېرې کړي او د ټيکاو د ساتلو په برخه کې د افغان پوځونو پروړتيا يې شکونه زيات کړي دي.

خو ولسمشرغني بيا ټينگار کوي چې د هېواد په دفاع کې د افغان ځواکونو پر هېواد پالنې پوره باورلري او خبردارى يې ورکړ چې څوک دې بيا د افغانستان د ړنگېدو خوبونه نه ويني:

" زه د افغان امنیتي ځواکونو د سرقومندان په توګه په ډېر ویاړسره دا وایم چې دوی د ملت پالنې له احساس سره زموږ د خاورې دفاع کوي. که څوک دا فکر کوي چې زموږ دولت به د امنیتي ستونزو له کبله ړنګ شي نو دا هسې یو خیال دی. زموږ امنیتي ځواکونه، زموږ د ملګرو په ملاتړ خپله دنده ترسره کوي او د دې کار توان لري. "

د افغانستان امنيتي ځواکونه اوس درې سوه پنځوس زره پرسونل لري چې لاهم د پوځي وسايلو، درنو وسلو او د پياوړي هوايي ځواک د نه لرلو له کبله له طالبانوسره د جگړې پر مهال له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

خو هغه څه چې په دې برخه کې افغان ولس ته ډاډ ورکوي دادي چې د روانې مياشتې په پاى کې د امريکايي او ناټو ځواکونو د جگړييز ماموريت له پاى رسيدا سره سره به د امريکا او ناټو پاتې کيدونکي شاوخوا ١٢٠٠٠ پوځيان د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

ورته مطالب