هېګل: افغانستان کې به ۱۰۰۰ نور سرتېري هم پاتې شي

د امريکا د دفاع تلونکی وزير چک هېګل وايي هېواد به يې په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال لومړۍ برخې لپاره له پلان ۱۰۰۰ ډېر نور سرتېري هم پرېږدي.

ښاغلي هېګل په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره ګډ خبری کنفرانس ته وويل اصلي پلان چې له مخې يې د روان زېږديز کال تر پايه د امريکايي ځواکونو شمېر ۹۸۰۰ ته راکم کړي، پرېښودل شوی، خو دا چاره د طالبانو له لوري د بريدونو زياتوالي له امله نه ده.

چک هېګل وويل د پرېکنده ملاتړ تر نامه لاندې "د ځواک زېږولو هڅه له هغه چې اوس بايد وی، څو مياشتې شاته ده، چې پايله کې یې ولسمشر اوباما د امريکا پوځي قوماندانانو ته د نرمې لارې مخه پرېښي، چې د ځواکونو هر ډول لنډمهالی کمښت سره سمبال کړی شي، چې کېدی شي څو مياشتو کې ورسره مخامخ شو".

ده وويل "دا دې معنا لري چې د ۱۰۰۰ امريکايي ځواکونو وتل به ځنډېږي، چې د دې کال پای او راتلونکي کال لومړيو څو مياشتو لپاره به د ۹۸۰۰ پر ځای تر ۱۰۸۰۰ پورې سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي."

هېګل زياته کړه "د طالبانو بریدونو تازه څپې دا روښانه کړې چې نړيواله ټولنه بايد له ثبات برخمن، خوندي او ښېرازه افغانستان په ملاتړ کې زړه نازړه نه شي."

ده وويل بيا به د ځواکونو په کمولو پيل کوي، چې د ۲۰۱۵ کال تر پايه به د مهالوېش له مخې ۵۵۰۰ ته رسېږي.

تر ټولو مرګونی کال

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له پرځولو وروسته ۲۰۱۴ کال د افغان امنيتی ځواکونو لپاره تر ټولو مرګونی کال و.

د شمېرو له مخې د تېر نومبر تر لومړيو په ۲۰۱۴ کال کې د افغان امنيتي ځواکونو شاوخوا ۴۶۰۰ سرتېري وژل شوي، چې د ۲۰۱۳ کال همدې مودې پرتله ۶٪ سلنه لوړوالی ښيي.

Image caption هېګل وويل د افغان ځواکونو پر وړتيا باوري دی

خو د امريکا د دفاع تلونکي وزير افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال وويل دی په پوره هيلمندۍ باوري دی چې افغانان به برياليتوب سره په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د بريدونو زور مړاوی کړي او خپل هېواد د ارامۍ پر لور بوځي.

ښاغلی هېګل يوه ورځ وروسته له هغه د شنبې پر ورځ (د دسمبر پر ۶ مه) په يو نا اعلان شوي سفر کابل ته ورسېد، چې ولسمشر اوباما يې اشټن کارټر د ځای نيولو لپاره ونوماوه.

چک هېګل چې دنده يې د ۲۰۱۳ کال فبرورۍ کې پيل کړې وه، همدا تېر نومبر يې استعفا وکړه، خو دا ګونګوسي يې رد کړل چې د دندې پرېښودو ته اړ ايستل شوی، او ويې ويل ګنې دا کار يې له ولسمشر اوباما سره په مشوره کړی و.