د کونړ قومي مشرانو باجوړ ته سفر کړی

Image caption جرګې په باجوړ کې درې ورځې تېرې کړې دي.

له دوولسو، دیارلسو کلونو وروسته لومړی ځل د کونړ یو شمېر قومي مشران د کرښې بلې غاړې باجوړ ته ورغلي.

د ۲۲ کسانو دغې ډلي پر قومي مشرانو سر بېره د حکومت او پوځ د ځینو مشرانو سره هم لیدلي دي.

ورغلې جرګه وايي د کونړ او باجوړ تر منځ د لارې پر خلاصون سربېره د بندیانو پر ازادولو او د غاښي په ساحه کې د امنیتي چاپیریال پر جوړولو یې هوکړه کړې ده.

په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د باجوړ یو شمېر قومي مشران کونړ ته راشي. که دغه تګ راتګ دوام ومومي دحالاتو په سمون کې مرسته کولی شي.

نعمت الله کریاب پرې له کونړه خپل رپورټ کې کاږي چې جرګې په باجوړ کې درې ورځې تېرې کړې دي.

دا له څه باندې یوې لسیزې وروسته باجوړ ته د کونړ د قومي مشرانو لومړني ورتګ و.

د کرښې د هغې غاړې قومي مشرانو سره د ناستې موخه د کونړ او باجوړ ترمنځ د لارې پرانیستل د سر خبره وه، چې د جرګې مشرانو په وینا منل شوې ده.

باجوړ ته د کونړ د ورغلې ۲۲ کسیزې ډلي مشر حاجي جان ولي خان وايي پر دواړو حکومتونو سربېره په دواړو غاړو کې په جګړه بوخت وسله وال ېې هم لیدلي او د غاښې په سیمه کې چې د دواړو هیوادونو سرتېري پکې پراته دي د امنیتي چاپیریال په جوړولو سلا شوي دي.

نوموړی وايي د اوس لپاره یې دا ډاډ هم تر لاسه کړی چې د مرورې په ولسوالۍ به د پاکستاني پوځیانو له لوري د توپونو بریدونه نور نه کېږي.

ښاغلي خان دغه راز وویل:

"یو څه خبرې حل شوې چې په هغو کې عمده خبره د لارې پرانیستل وه او لار پرانیستل شوه. زموږ په دغو سیمو څلور حکومتونه دي، زموږ دا ولسونه هم په دغو څلورو حکومتونو وېشل شوي دي".

"په کوم ځای کې چې د چا حکومت دی ولس هم د هغه رعایت دی، موږ د هغو سره هم خبرې کړي او خپلې دغه غوښتنې مو هغو ته رسولي او ډاډه یم چې طالبان به هم زموږ دغه روا غوښتنې ومني".

د قومي مشرانو هغې غاړې ته ورتګ د ټیکاو د راوستلو د هیلو سره ملګری دی.

نه یوازې پر کرښه پراته خلک به په اسانه تګ راتګ وکړای شي بلکې د توغندیو ګوزارونه او پر محدوه سیمه غاښي کې به پر دواړو سرحدې پولیسو بریدونه ودرول شي.

د کونړ سر پرست والي شجاع الملک جلاله چې د راستنې شوې جرګې سره غږېده وویل پرله پسې ناستې او جرګې به د سیمې امنیتي حالات سم لوري ته بوځي.

نوموړی وايي د کونړ دننه ځايي طالبانو سره د ورته جرګو او ناستو هوډ لري.

ښاغلی جلاله زیاته کړه:

"زما له ډېر وخت نه دا ارزو وه چې دا ولسونه سره کیني چې تر منځ ېې دا مخالفتونه په څه دي. دا وژنې ولې دي او دا جنګونه په څه دي؟"

"راځئ چې د ورورۍ فضا جوړه کړو او د دې جنګونو مخه ونیسو. تاسو پخپل حکومت فشار راوړئ، هغوی به پخپل حکومت فشار راوړي، چې د سولې له لارې خپل راتلونکی ژوند برابر کړو."

سرپرست والي همدا راز وویل:

"دا قومونه چې سره متفق او یو شي، په امنیت کې به شپیته اویا سلنه ښه والی راشي. که موږ امکانات ولرو په هره ولسوالۍ کې به دغه ډول جرګې جوړې کړو، له دې پرته بله لار نه لرو."

"خو زموږ مشکل د بهرنیو طالبانو سره دی. که د کونړ طالبان د بهرنیو طالبانو له ولکې راووځي، زه هیله من یم چې موږ به د کونړ طالبانو سره هېڅ ستونزه و نه لرو."

د اوسنۍ جرګې مشران وايي له تېرو څو میاشتو راهیسې ېې دغه هڅې پیل کړې او د دواړو هېوادونو پر حکومتونو سربیره ېې په سیمه کې د پاکستاني او افغان طالبانو د ځايي مشرانو سره هم لیدلي دي.

که دغه خبرې هغسې چې ویل کیږي ښې پایلې ولري، د دواړوغاړو د خلکو تر څنګ د حکومتونو دریځونه هم بدلولی شي.

ورته مطالب