م.م: د قابلو زیاتوالي د میندو مړینه کمه کړې

Image caption راپور خبرداری ورکوي د قابلو روزلو په برخه کې د اوس په پرتله را روانو ۱۵ کلونو کې څلور برابره ډېرې پانګونې ته اړتیا ده.

د دسمبر پر لسمه د ملګرو ملتونو وګړو صندوق په ۲۰۱۴ میلادي کال د افغان قابلو د حالت په اړه يو راپور خپروي.

هغه معلومات چې بي بي سي تر لاسه کړي، په راپور کې راغلي چې په ۲۰۰۲ کال افغانستان کې یوازې ۴۶۷ قابلې وې خو د اړوندو چارواکو پر وینا اوس دا شمېره ۴۶۰۰ ته پورته شوې ده.

ملګري ملتونه وايي چې د قابلو ډېرښت د میندو د مړینې د کچې د ښکته کیدو لامل ګرځېدلی دی.

په دې اړه له کابله زموږ خبریال مصطفی سالک په خپل رپوټ کې لیکي دغه راپور د ملګرو ملتونو او د روغتیا د نړیوال سازمان په ګډون د یو شمېر اړوندو کورنیو او بهرنیو بنسټونو له خوا چمتو شوی.

بي بي سي توانیدلې چې د راپور د منځپانګې یو شمېر ارزښتناک ټکي ترلاسه کړي.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د قابلو یعنې هغو ښځو شمېره پورته تللې چې د زېږون پر مهال میندوارو ښځو سره مرسته کوي.

راپور د دې پرمختیا اغېز هم جوت بولي.

د راپور يوه چمتو کونکې او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د میندوارۍ د برخې مشرې ماهرې بابایوا بي بي سي ته وویل چې د قابلو له ډېروالي سره د میندو د مړینې ګراف هم مخ ښکته راغلې دی.

اغلې بابایوا زیاته کړه:

"پخوا به چې کومو ۱۰۰ زرو میندو ماشومان زېږول، ۱۶۰۰ یې د مرګ کومې ته لوېدې. اوس حالت ښه شوی او د زېږون پر مهال له ۱۰۰زرو میندوارو ښځو ایله ۳۲۷ میندې مري."

"دا د پام وړ شمېره ده چې ښيي د میندو مړینه ډېره کمه شوې ده."

خو راپور خبرداری ورکوي د قابلو روزلو په برخه کې د اوس په پرتله را روانو ۱۵ کلونو کې څلور برابره ډېرې پانګونې ته اړتیا ده چې ورسره د میندوارو ښځو ۶۰ سلنه اړتیاوې پوره شي.

راپور اوسمهال د پوره شویو اړتیاوو سلنه ایله ۲۳ ښيي او دا جوتوي چې لا هم لویه لاره وهلو ته پرته ده.

دغه راز راپور ښيي چې ګواکې افغانستان په سوېلي اسیا کې لومړی هیواد دی چې روغتیا پالې قابلې د لیسانس تر کچې روزي.

خو په تېر کې چې بي بي سي د قابلو په اړه کومې څېړنې کړي، دا ښيي چې له اړوندو شمېرو سره باید پام وشي.

راپورونه جوتوي چې ګڼ شمیرې قابلې د خپل مسلک په برخه کې زده کړې کوي خو لږ شمېر یې په دې برخه کې کار کولو ته زړه ښه کوي.

همد راز د افغانستان د وگړو نا څرګند شمېر ته په پام سره په کره توګه څرګنده نه ده چې په کوم شمېر قابلو ته اړتيا ده.

خو چارواکي وايي که دا شمېره ۶ زره قابلو ته ورسېږي ښايي د افغانستان د خلکو اړتياوې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخکینیو شمېرو له مخه د افغانستان ۳۰ سلنه روغتايي مرکزونه ښځينه ډاکټرانې ،روغتيا پالې او قابلې نه لري.

ورته مطالب