غني: د شکنجه شوو افغانانو شمېر دې مالوم شي

Image caption ښاغلي غني ویلي د درد او غم خبره دا ده چې ځینې شکنجه شوي زندانیان بې ګناه کسان وو.

ولسمشر غني ویلي د سي آی اې په اړه د امریکا د سنا مجلس رپوټ ښيي چې د دغې څارګرې ادارې له خوا یو شمېر افغانان هم شکنجه شوي او له حقونو یې سرغړاوی شوی دی.

نوموړي دغه رپوټ ټکان ورکونکی بللی او ویلي یې دي چې د څارګرې ادارې له خوا د بشري حقونو ټول اصلونه، د امریکا د متحده ایالتونو قانون او نړیوال اخلاق تر پښو لاندې شوي دي.

ښاغلي غني وویل د درد او غم خبره دا ده چې ځینې شکنجه شوي زندانیان بې ګناه کسان وو.

ولسمشر ټینګار کړی افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون مهم اصل دا دی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هېڅوک نه شي کولی افغانستان کې زندان ولري، افغانان بندي کړي یا یې کورونو ته ننوځي.

هغه همدا راز وویل: "اساسي مسله دا ده چې جګړه د کرکې لامل کېږي او ټول انساني ارزښتونه له منځه وړي، دا ټولنه سولې ته اړتیا لري".

"موږ هوډ لرو د بشري حقونو سرغړاوي له منځه یوسو او د خپلو خلکو حقونه پر ځای کړو".

تر دې وړاندې، د امریکا د سنا په یوه رپوټ کې راغلي وو چې څارګرې ادارې سي آی اې د سپتمبر ۱۱ بریدونو څخه وروسته له مشکوکو ترهګرو نه د پوښتنو ګروېږنو پر مهال له "بې حده سختۍ" کار اخیستی دی.

د دېموکراتانو له خوا چمتو شوي رپوټ کې راغلي چې سي آی اې د پوښتنو ګروېږنو په تړاو امریکایانو ته دروغ ویلي وو.

رپوټ وايي د دغه ډول پوښتنو ګروېږنو له لارې لاسته راغلي مالوماتو د ګواښونو په شنډولو کې مرسته نه ده کړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو د پوښتنو کومې طریقې چې کارول شوي د امریکا له ارزښتونه سره په ټکر کې دي.

نوموړي په یوې بیانیه کې ویلي وو:

"د پوښتنو ګروېږنو دغو لارو چارو په نړیواله کچه د امریکا حیثیت ته تاوان رسولی او له متحدینو او ملګرو سره یې زموږ د ګټو تعقیبولو کار لا ګران کړی دی".

د رپوټ په غبرګون کې د سنا جمهوري غوښتونکو مشرانو ټینګار کړی د تحقیقاتو لپاره کارول شویو طریقو د مهمو مشکوکو کسانو په نیولو او د اسامه بن لادن په وژلو کې مرسته کړې ده.

سناتوران میچ مککونیل او سکسبي چمبلیس په یوې ګډې بیانیه کې ویلي: "په رپوټ کې شوې ادعاوې حقیقت نه لري."