"فرانسه به افغانانو سره له مرستې لاس وانخلي"

د انځور حقوق b
Image caption د فرانسې کلتوري مرکز کابل کې د استقلال لیسې تر څنګ او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې موقعیت لري

فرانسوي چارواکو ويلي، د پلازمېنې کابل په يوه ښوونځي کې ځانمرګی بريد نه شي کولای په افغانستان کې د دوی فرهنګي فعاليتونو مخه ونيسي.

دغه بريد تېره ورځ د استقلال په لېسه کې وشو، چې له امله يې يو بهرنی ووژل شو او ۱۵ کسه نور ټپيان شول.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت وياند رومينا دالس ويلي، چې دا بريد به دوی و نه وېروي.

رومینا دالس وايي:"دا د فرهنګونو د تحمل او ديالوګ ځای و او ترهګرو غوښتل چې هغه له منځه يوسي او په نښه يې کړ. خو زه بيا هم پر هغه څه ټينګار کوم، چې د فرانسې ولسمشر او د بهرنيو چارو وزير ويلي دي. او هغه دا چې فرانسه به له افغانانو سره له فرهنګي او روزنېزې همکارۍ لاس وانخلي".

د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال ایوب سالنګي ویلي وو ځانمرګی بریدګر شاوخوا ۱۷ کلن و.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي و، چاودنه د پنجشنبې پر ماښام د کلتوري مرکز دننه هغه مهال وشوه چې خلک په کې د تیاتر د یوه نندراتون د لیدو په حال کې وو.

یو عیني شاهد علي طاهری چې له چاودنې وروسته له سیمې تښتېدلی و ویلي، د تیاتر ننداره یې کوله چې د تالار دننه چاودنه را منځ ته شوه.

نوموړي وویل، له چاودنې وروسته د وتلو دروازې خلاصې شوې او یو شمېر نندراچیان وتښتېدل.

د فرانسې کلتوري مرکز کابل کې د استقلال لیسې تر څنګ او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې موقعیت لري.

د بهرنیو چارو وزرات، د سرینا هوټل او ځینې نورې مهمې حکومتي ادارې د دغه مرکز سره په نږدې سیمه کې پرتې دي.

په تېرو څو کلونو کې د فرانسې کلتوري مرکز د لسګونو پروګرامونو، د سینما جشنوارو، تیاتر او د موسیقۍ کنسرتونو کوربتوب کړی دی.

دغه مرکز د فرانسې د حکومت په مالي مرسته فعالیت کوي.

کابل کې د بي بي سي خبریال کاوون خموش وايي چاودنه د نندراتون تالار دننه شوې چې په تېرو څو اوونیو او میاشتو کې یې نږدې هره ورځ کلتوري پروګرامونه درلودل.

د بشري حقونو اوونۍ هم څو ورځې وړاندې د آرمانشهر بنسټ په همکارۍ په همدغه کلتوري مرکز کې ولمانځل شوه.