کرزی: د افغان بندیانو ربړولو په اړه د غني دریځ ستایم

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي کرزي ویلي د ده د واکمنۍ پرمهال د افغانستان او امریکا اړیکې د همدا ډول اعمالو له امله خرابې وې.

مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشر محمد اشرف غني د هغه دریځ ستاینه کړې چې په ترڅ کې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې له خوا د زندانیانو ربړول په کلکه غندلي و.

ولسمشر غني ویلي وو د سي آې اې له خوا د زندانیانو ربړول په کلکه غندي او هڅه به وکړي چې د زورول شویو افغانانو د حیثیت اعاده وکړي.

د ښاغلي کرزي له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ده د واکمنۍ پرمهال د افغانستان او امریکا اړیکې د همدا ډول اعمالو له امله خرابې وې.

ولسمشر غني ویلي د سي آی اې په اړه د امریکا د سنا مجلس رپوټ ټکان ورکونکی بللی و او ویلي یې وو چې د څارګرې ادارې له خوا د بشري حقونو ټول اصلونه، د امریکا د متحده ایالتونو قانون او نړیوال اخلاق تر پښو لاندې شوي دي.

ښاغلي غني دغه راز ویلي وو د درد او غم خبره دا ده چې ځینې شکنجه شوي زندانیان بې ګناه کسان وو.

ولسمشر ټینګار کړی و چې افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون مهم اصل دا دی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هېڅوک نه شي کولی افغانستان کې زندان ولري، افغانان بندي کړي یا یې کورونو ته ننوځي.

هغه همدا راز ویلي وو: "اساسي مسله دا ده چې جګړه د کرکې لامل کېږي او ټول انساني ارزښتونه له منځه وړي، دا ټولنه سولې ته اړتیا لري".

د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلي غني ویلي د درد او غم خبره دا ده چې ځینې شکنجه شوي زندانیان بې ګناه کسان وو.

"موږ هوډ لرو د بشري حقونو سرغړاوي له منځه یوسو او د خپلو خلکو حقونه پر ځای کړو".

تر دې وړاندې، د امریکا د سنا په یوه رپوټ کې راغلي وو چې څارګرې ادارې سي آی اې د سپتمبر ۱۱ بریدونو څخه وروسته له مشکوکو ترهګرو نه د پوښتنو ګروېږنو پر مهال له "بې حده سختۍ" کار اخیستی دی.

د دېموکراتانو له خوا چمتو شوي رپوټ کې راغلي چې سي آی اې د پوښتنو ګروېږنو په تړاو امریکایانو ته دروغ ویلي وو.

رپوټ وايي د دغه ډول پوښتنو ګروېږنو له لارې لاسته راغلي مالوماتو د ګواښونو په شنډولو کې مرسته نه ده کړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو د پوښتنو کومې طریقې چې کارول شوي د امریکا له ارزښتونه سره په ټکر کې دي.

نوموړي په یوې بیانیه کې ویلي وو:

"د پوښتنو ګروېږنو دغو لارو چارو په نړیواله کچه د امریکا حیثیت ته تاوان رسولی او له متحدینو او ملګرو سره یې زموږ د ګټو تعقیبولو کار لا ګران کړی دی".

د رپوټ په غبرګون کې د سنا جمهوري غوښتونکو مشرانو ټینګار کړی د تحقیقاتو لپاره کارول شویو طریقو د مهمو مشکوکو کسانو په نیولو او د اسامه بن لادن په وژلو کې مرسته کړې ده.

سناتوران میچ مککونیل او سکسبي چمبلیس په یوې ګډې بیانیه کې ویلي: "په رپوټ کې شوې ادعاوې حقیقت نه لري."

د مخکني ولسمشر کرزي له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې دغه راز د پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې د ښوونځي د پنځو تنو زده کوونکو وژنه په کلکه غندل شوې ده.

خبر پاڼه زیاتوي چې دغه زده کوونکي د ناټو ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوي دي.

ځايي امنیتي چارواکي وايي برید د وسله والو مخالفینو په نښه کولو لپاره شوی و خو د ښوونځي پنځه زده کوونکي په کې وژل شوي دي.

ورته مطالب