بگرام اډې کې د امريکا زندان وتړل شو

د امريکا دفاع وزارت د کابل شمال د بگرام په هوايي اډې کې د خپل زندان د تړلو اعلان کړى دى .

دغه اعلان ترهغه لږ وروسته راځي چې ولسمشر غني خبردارى ورکړ چې له دې نه وروسته بهرنيان دا حق نه لري چې د افغانستان په خاوره کې افغانان ونيسي، زندان کې يې واچوي او شکنجه يې کړي.

بگرام د امريکايانو د هغو زندانانو څخه يو و چې د امريکا سنا په رپوت کې ويل شوي دي چې د اختنو پوښتنو پرمهال له مشکوکو ترهگرو سره په کې ظالمانه چلن شوى دى.

د پنتاگون يوه وياند ډگروال مايلزکگنز بي بي سي ته وويل چې د امريکا ټول زندانيان اوس يا د افغانستان دولت ته لېږدول شوي او يا نورو هېوادونو ته استول شوي دي.

"نن د دفاع وزارت په افغانستان کې د زندانیانو د ساتلو ماموریت پای ته ورساوه. موږ خپل ټول زندانونه تړلي او د نوي کال له پیله به د نیولو او زنداني کولو چاره افغان حکومت پر مخ بیایي. د زندان د تړلو پروسې په پیل کې مو ټول زندانیان افغان حکومت ته وسپارل. په تېرو څو میاشتو کې موځینې غیر افغان زندانیان نورو هېوادونو ته هم لېږدولي. درې زندانیان لا هم له موږ سره وو. په دوی کې دوه د تونس وو. دواړه مو افغان حکومت ته سپارلي چې محاکمه شي. دریم زنداني ژمنه کړې چې ټولنې ته به څه ګواښ نه پېښوي. نوموړی به د نړیوال سره صلیب په مرسته خپل هېواد یا کوم بل ځای ته لېږدول کېږي."

دافغانستان دولت ته په لېږدول شويو زندانيانو کې يو هم رضا النجار د تونس وگړى دى.

يوه ورځ مخکې د امريکا د سنا په خپاره شوي رپوټ کې ښاغلى النجار يو له هغوکسانو څخه بلل شوى چې د سي اى اې د مامورينو له لوري شکنجه شوى دى.

د سنا د کمېټې د رپوټ له مخې ښاغلى النجار په داسې حال کې چې لاسونه يې په زنځير تړل کېدل ، هره ورځ ٢٢ ساعته اړ ايستل کېده چې پر سر ودرېږي.

ډېرى نور زندانيان هم پرته له دې چې تورن شي د کلونو لپاره د بگرام هوايي اډې په زندان کې ساتل شوي و.

خو ډگروال مايلز کگنز د امريکا د دفاع وزارت له دغو کړنو دفاع وکړ او ويې ويل چې دا هرڅه د جينوا له کنوانسيون سره په سمون کې ترسره شوي دي.

ورته مطالب