"ما غوښتل ووایم زما بیرغ مینه، سوله او ارامتیا ده"

Image caption ما نه غوښتل د نورو ډېرو حماسي شعرونو غوندې توره، وینه، جنګ او مرګ وستایم. اوس مهال زما هېوادوال د ژوند او مینې پیغام ته اړتیا لري.

"زما بیرغ" نظم په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ځوانې شاعرې شفیقه خپلواک د ولسمشر او نورو چارواکو په حضور کې څو میاشتې وړاندې ولوست.

حماسي شعر په نوې بڼه ویل او د یوې پيغلې له خوا په داسې ځای کې خپله لوستل ډېرو ته حيرانونکی و.

د هغه شعر ویدیو د خواله په رسنیو کې په زرګونو ځله خپره شوه او د اغلې خپلواک په نامه ګڼې جعلي فیسبوک پاڼې جوړې شوې. ښايي ډېر لږ د یوه شعر په ویلو یوه ځوان شاعر یا شاعرې دومره نوم ګټلی وي.

پوښتنه:

په ارګ کې د دغه شعر تر لوستو وړاندې تاسو وویل چې د افغان بیرغ رنګونه درته له کمکیني بل ډول تشریح شوي و، په دې ډول شعر ویلو مو اصلآ د بیرغ رنګونو ته نوی تعریف غوښت؟

شفیقه خپلواک:

زما لپاره زما د بیرغ رنګونه تر هغه ډېر مینه ناک دي چې تشریح کړې مې دي. ما غوښتل ووایم زما بیرغ مینه ده. سوله ده. ارامتیا ده. نه وحشت او وینه. طبعآ غوښتل مې هغه نظر بدل کړم.

پوښتنه:

ستاسو د بیرغ شعر تر حماسې ډېر له مینې ډک و، نوښت مو غوښت که بل احساس؟

شفیقه خپلواک:

ما نه غوښتل د نورو ډېرو حماسي شعرونو غوندې توره، وینه، جنګ او مرګ وستایم. اوس مهال زما هېوادوال د ژوند او مینې پیغام ته اړتیا لري. زما په شان ډېر ځوانان نور له جنګ او مرګ نه ستړي دي. موږ د مینې پیغام ته اړتیا لرو. او نوښت هم هغه څه دی چې نه یوازې په شعر کې بلکې د ژوند هره لار کې مې خوښ دی.

پوښتنه:

نور ازاد شعرونه مو هم له نورو یو څه په توپير ویل شوي، مثلآ په شعر کې میین ته خواست نه کوئ بلکې شېبې ورته انځوروئ، کوم خاص دلیل لري؟

شفیقه خپلواک:

زه غواړم بېله اوسم. زما په نظر د هنرمند یوه ځانګړنه دا ده، چې هغه څه ووايي چې نور یې نه وايي. او بل د زاریو په برخه کې دومره وایم ماته د انسان شخصیت ارزښت لري.

پوښتنه:

لنډکي شعرونه مو هم لیکلي، غزل هم لرئ او ازاد شعر مو هم ښه ازمویلی، له کوم یوه خپله قانع یې؟

شفیقه خپلواک:

ښه نو لا تر اوسه خو ما په شعر کې یو قدم هم نه دی اخیستی. لا مې لیکنې نه دي توانیدلې ما قانع کړي. خو بیا هم هغه څه چې په لیکلو یې، لږ و ډېر زما زړه سپک شوی ممکن راته له نورو توپیر ولري.

پوښتنه:

ستاسو نثر هم وینو، روان نثر او داسې لنډې کیسې چې له سمبولونو ډکې دي، فکر کوئ د شعر اغېز مو پرې دی او که په ناپوهېدلي ډول همداسې لیکل شوی؟

شفیقه خپلواک:

د شعر په اغیز نه یم خبره ممکن وي ځکه له شعره وروسته مې نثر پیل کړ. خو ځینې شیان په نثر کې راته مهم دي، یو له هغه هم سمبول دی. زه نه غواړم ټولې خبرې خپله وکړم. غواړم ځینې لوستونکو ته پریږدم.

پوښتنه:

د شعر یوه ټولګه مو خپره شوې او بله تر چاپ لاندې ده، د کیسو ټولګه څرنګه؟

شفیقه خپلواک:

ورته ګورم به. لا زر مې زړه نه دی. بیړه مې نه ده خوښه.

پوښتنه:

که د بیرغ شعر ته بېرته ستانه شو، دې شعر شهرت در وباښه، وپېژندل شوئ، تصور مو کاوه چې داسې به کېږي؟

شفیقه خپلواک:

که خبره وای داسې کیږي نه مې لوست. د هغه شعر ویدیو په یوټیوب کې خپره شوه، په فیسبوک کې په لسګونو جعلي پاڼې زما په نامه جوړې شوې، له بده مرغه خلک یې هم په توپير پوی نه شول او هغه پاڼې یې خوښې کړې، دغه جعلي پاڼې داسې څه خپروي چې اصلآ زما ورسره هېڅ کار نشته. زما خپله پاڼه (Shafiqa khpalwaak) یوازې زما د لیکنو او شخصیت ښکارندوي کوي، له خلکو هېله کوم چې زما په نامه جوړې شوې پاڼې په ما پورې ونه تړي.

پوښتنه:

شهرت یوې پيغلې ته په پښتني ټولنه کې د ځینو په ګومان سور اور دی، ستاسو تجربه څه ده؟

شفیقه خپلواک:

که په هره بله ټولنه کې وای ماته به شهرت زندان و. زما نه دی خوښ. خو بیا هم زه له خپلو هېواداولو مننه کوم. ماته په یو شخصیت قایل شول اصلا هغسې څه چې خلک فکر کوي زما په وړاندې نه و. د مینې تر څنګ یې زما احساساتو ته درناوی هم وکړ.

ورته مطالب