هلمند کې وسلوالو طالبانو ۱۲ ماین پاکان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption هلمند د افغانستان له نا امنه ولایتونو څخه دی چې په دا وروستیو کې د نا امنۍ پېښې په کې ډېرې شوې

د افغانستان سویلي ولایت هلمند کې وسلوالو طالبانو د (سټارلاین) په نوم د ماین پاکولو موسسې ۱۲ تنه کارکونکي وژل دي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وایي،دغه پېښه نن شنبې(دسمبر ۱۳) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د نادعلي ولسوالۍ اړوند د څرخک په سیمه کې رامنځته شوې.

ښاغلی ځواک وایي، په دغه برید کې د ماین پاکولو د موسسې ۱۲ تنه کارکوونکي چې په سیمه کې د ماین موندنې په چارو بوخت وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه د دغه برید سره سم د ملي پوځ پلې او هوایي ځواکونه سیمې ته رسیدلي، چې د ده په خبره درې تنه وسله وال طالبان یې وژل او څلور نور یې ژوندي نیولي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال غلام فاروق پرواني هم پیښه تایید کړه خو د تلفاتو په اړه یې ناخبرې وښوده.

بل خوا د همدې موسسې یو تن کارکوونکي د نوم د نه ښودولو په شرط بي بي سي ته وویل، چې په دغه برید کې د دوی ۱۲ تنه ملګري وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان یا خو ترې تم شوي دي.

دغه سرچینه وایي، چې دوی په دغه سیمه کې د تیرو څو میاشتو راهیسې د ماین کولو پر چارو بوخت و.

ورته مطالب