بامیانو کې یوه زلمي هغه نجلۍ وژلې، چې پرې میین و

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption قاتل زلمی د بامیانو یوه بله برخه کې نیول شوی دی.

بامیانو کې یوه زلمي هغه نجلۍ وژلې ده، چې پرې میین و. ځايي چارواکي وايي دغه زلمي پرون جمعه ( دسامبر ۱۲ ) یاده نجلۍ د چاقو په وسیله وژلې ده.

د بامیانو امنیې قومندان جنرال خدایار قدسي بي بي سي ته ویلي، دغه هلک چمن علي نومیږي او ۲۰ کلن دی. د نوموړي په وینا نوموړي زلمي وژلې شوې نجلۍ ساره، کره مرکه لېږلې وه، چې وايي د کورنیو تر منځ یې د اختلاف له کبله مرکه و نه منله شوه او نجلۍ سره بل کس کوژده وکړه.

د امنیې قومندان په خبره پرون د جمعې په ورځ زلمي د ساره کورته په داسې حال کې ورغلی و، چې د هغې کورنۍ نور کسان مذهبي مراسیمو کې د ګډون لپاره له کوره بهر وو.

نوموړی وايي، لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې زلمي له نجلۍ غوښتي و، چې له کوره ورسره وتښتي، چې وايي نجلۍ ورسره نه ده منلې او چمن علي پرې د چاقو وارونه کړي دي او نجلۍ یې وژلې ده.

خدایداد وايي، چمن علي وروسته مازدیګر مهال د بامیان ولایت یوې بلې برخې کې داسې مهال پولیسو نیولی، چې وايي له سیمې یې د تښتېدو هڅه کوله. نوموړی وايي وژلې شوې نجلۍ ۱۷ کلنه وه او د ښوونځي ۱۱ ټولګي زده کونکې وه.