جرمني : نړيوال ځواکونه بايد له افغانستان نه په وتلو کې احتياط وکړي

د جرمني د دفاع وزيرې اورزلا ون درلاين په احتياط سره له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.

وزيرې د مزارشريف په ښارکې له جرمن ځواکونو سره د کتني پرمهال دا غوښتنه وکړه.

ميرمن درلاين وويل له دې سره سره چې افغان ځواکونه چمتو دي چې امنيتي مسووليت پرغاړه واخلي ، خو لاهم هېواد کې امنيتي حالات نازک دي. " امنيتي حالت نازک دى ،دا ښيي چې طالبان په خپل ټول وس هڅه کوي نوى حکومت چې لا هم په انتقالي پړاو کې دى بي ثباته کړي. نوځکه دا ډېره مهمه ده چې موږ له افغان ځواکونو سره په قوت سره ودرېږو او سلا مشوره ورکړو چې څنگه د طالبانومخنيوى وکړي "

د ميرمن درلاين داخبره ترهغې ١٥ ورځې دمخه راځي چې امريکايي او ناټو ځواکونه به له ديارلسو کلونو وروسته په افغانستان کې خپل جگړييز ماموريت پاى ته رسوي.

دامريکا او ناټو د پلان سره سم به شاوخوا ١٣٠٠٠ بهرني پوځيان په افغانستان کې پاتې کېږي چې د افغان ځواکونو روزنه ، مرسته او مشوره به يې په مهمو دندو کې راځي.

د وسله والو طالبانو وروستيو بريدونو داسې اندېښنې هم زياتې کړي دي چې ښايي افغان ځواکونه دا وړتيا ونه لري چې په هېواد کې د ثبات د ساتلو لپاره خپله دنده په سمه توگه ترسره کړي.

څو ورځې مخکې جرمني ته د افغان ولسمشر د سفر پرمهال د جرمني صدراعظمې انگيلا مرکيل ډاډ ورکړ چې د روان کال په پاى کې له افغانستانه د دوى د ځواکونو له وتلو وروسته به هم په سلگونه جرمني پوځيان په دې هېوادکې پاتى شي چې د افغان ځواکونو روزنې او مرستې ته دوام ورکړي.

ورته مطالب